Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

لاریجاني: تهران د افغانستان له خپلواکۍ، امنیت او یووالي ملاتړ کوي

د ایران ایرناي خبري اژانس رپوټ خپور کړی چې د ایران د اسلامي شورا د غونډې رییس علي لاریجاني د شنبې په ورځ (د زمري په ۱۲مه) د افغانستان د مشرانو جرګې له رییس فضل الهادي مسلم‎یار سره په یوې ګډې خبري ناسته کې ویلي چې ایران د افغانستان له خپلواکۍ، امنیت او یووالي ملاتړ کوي.

د ایرنا د رپوټ پر بنسټ، فضل الهادي مسلم‎یار چې ایران ته تللی، د شنبې په ورځ د ایران له ځینو لوړپوړو چارواکو او د ایران د اسلامي شورا له غړو سره په تهران کې لیدلي دی.

لاریجاني ویلي:«زموږ ملګري، ګاوندي او ورور هېواد افغانستان ډېر سخت کالونه کچ کړي چې په دغې ټوله موده کې، د ایران ملت د افغانستان د ملت ترڅنګ و او د دغه هېواد له خپلواکۍ، امنیت او یووالي ملاتړ یې کړی دی.»

هغه زیاته کړه:«په هغه لیدنه کې چې د افغانستان د مشرانو جرګې له رییس سره مې لرله، د اقتصادي حوزې او د ټولو همکاریو د پراختیا په برخه کې ښه مذاکرات وشول او د دې ترڅنګ چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو په برخه کې نوي تړونونه وشول، وټاکل شوه چې پنځه ګوني کمېټې خپل مسیرونه په چټکه کچ کړي.»

لاریجاني د خپلو خبرو په اوږدو کې وویل چې هغوی د امنیتي مسایلو او اوبو په اړه هم خبرې وکړې:«نن په سیمه کې د پایدارې سولې بحث مطرح دی چې اسلامي جمهوري د افغان دولت ترڅنګ، له هغې شورا چې په دغه هېواد کې د سولې د رامنځته کېدو لپاره په پام کې نیول شوې، ملاتړ کوي.» 

د ایران د اسلامي شورا رییس خو د افغان سولې لپاره د امریکا پر هڅو نیوکه وکړه:«هغه څه چې هغوی یې په لټه کې دي سوله نه ده او په واقعات کې د افغان ملت سپکاوی دی.»

د لاریجاني دا څرګندوې په داسې حال کې کېږي چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي، په دوحه کې له طالبانو سره د سولې خبرو اترو نوی پړاو پیل کړی دی.

شریک یي کړئ