Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

لالی حمیدزی:معصوم ستانکزی د داعش پروژې مسوول دی

د ولسي جرګې غړی لالی حمیدزي د دغې جرګې د نننۍ ورځې (شنبې د لیندۍ په ۴ مه) غونډه کې د ملي امنیت رییس یې په افغانستان کې له داعش ډلې په ملاتړ تورن کړ او په څرګنده یې وویل چې ښاغلی ستانکزی د «داعش پروژې مسوول» دی.

له دې سره جوخت، د ولسي جرګې غړي په سیاسي چارو کې د ولسمشر سلاکار اکرم خپلواک هم د پاکستان له څارګرې ادارې سره په لاس لرلو تورن وي.

ښاغلي حمیدزي په دې اړه وویل:«زه دلته رسماً وایم چې معصوم ستانکزی، د داعش پروژې مسوول دی او اکرم خپلواک هم د پاکستان د ای اس ای زوی، د ډیورنډ کرښې د لاسلیک مسوول دی.»

له دې وړاندې د ولسي جرګې لومړي مرستیال همایون همایون د ملي امنیت رییس تورن کړی وه، چې په مېلمستون کې یې مشکوک کسانو ته ځای ورکړی دی.

ښاغلي همایون په دې اړه ویلي وو:«دوه ځله مې د هغوی په دروازه کې داسې اشخاص او کسان ولیدل چې ووتل؛ داسې کسان دي چې نومونه یې ډېر مشهور دي او ټولې رسنۍ د امنیت د له‎منځه وړلو په اړه یې خبرې کوي.»

ومو غوښتل چې په دې اړه د ولسمشرۍ لیدلوری هم ولرو خو ونه توانېدو.

له دې سره د ولسي جرګې ځیني غړي، د ملي امنیت له لورې، د ولسي جرګې د لومړي مرستیال په اړوند د یوه نادولتي بنسټ پر پلټنه نیوکه کوي.

د ولسي جرګې غړي عبدالطیف پدرام وویل:«ولسمشر، د امنیت رییس او د ملي امنیت پخوانی رییس او په همدې ترتیب د بانډونو ټولګه توطیه کوونکي وي، افسوس د خلکو پر حال.»

د ولسي جرګې بل غړي نادرخان کټوازي هم په دې اړه څرګنده کړه:«د ټولو استازو دنده ده چې د لویې څارنوالۍ له لارې څېړنه وشي چې د ولسي جرګې د لومړي مرستیال کور ولې وپلټل شو.»

نېږدې دوې اوونۍ وړاندې د دولتي ادارو مسوولینو د ولسي جرګې د لومړي مرستیال یو دفتر د مشکوکو فعالیتونو له کبله وپلټه، خو د ولسي جرګې لومړی مرستیال وایي دا کار پر هغه د فشار راوړلو لپاره شوی دی.

د ولسي جرګې غړي هر یو لالی حمیدزی او همایون همایون ادعا لري چې ولسمشر ته نېږدې کسانو او لوپوړو امنیتي چارواکو په هغو فعالیتونو کې لاس لري چې د ملي ګټو په خلاف بلل شوي دي.

شریک یي کړئ