Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

لاهه محکمې کې د افغانستان جنګي جنایتونو د قضیو د اورېدو ناسته

د لومړی ځل لپاره په افغانستان کې د ترسره شویو جنګي جنایتونو د اوریدولو ناسته د هالنډ په نړیواله محکمه کې پیل شوه.

دغه ناسته چې د چهارشنبه(د لیندۍ په ۱۳مه نېټه) پیل شوې او د دریو ورځو لپاره به دوام وکړي.

دغه ناسته کې به د محکمې غړي په افغانستان کې د طالبانو، افغان امنیتي ځواکونو او بهرنیو امنیتي استخبارتي ځواکونو له لوري شوي جنګي جنایتونه وڅیړل شي.

په هالنډ کې د نړیوالې محکمې له ۱۱ کلنو څېړنو وروسته د افغانستان په جګړه کې د ښکیلو لوریو د جنګي جرمونو د تورونو د څېړلو لپاره درې ورځنۍ ناسته پیل شوې ده.

تمه کیږي چې د دې ناستې له پای ته رسېدو وروسته د طالبانو، افغان امنیتي او استخباراتي ځواکونو لخوا د جنګي جرمونو په اړه د یوې څېړنې د پیلیدو د څرنګوالي په هکله پريکړه وشي.

لږ ترلږه ۸۲ تنه چې حاضر چې ټاکل شوې د دغو جنایتونو په اړه شاهدي ورکړي هم په لاهه کې حضور لري.

د افغانستان د جګړې د ۸۲ قربانیانو مدافع وکیل، فرګال ګینور څرګندوي:«نن لومړنۍ محکمه د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه کوي، په دغه ناسته کې پر مهمو مسلو نه یوازې د قربانیانو په اړه بلکې د ټولو افغانانو په اړه بحث کیږي، نن په افغانستان کې حساب ورکولو لپاره تاریخي ورځ ده، ۸۲ قربانیان چې موږ دلته حاضر کړي د افغانستان له بیلابیلو پرګنو څخه دي او په بیلابیلو ژبو خبرې کوي.»

خو تېر کال سپینې ماڼۍ په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو لخوا د جنګي جرمونو د احتمالي څېړلو په غبرګون کې وویل دا تصمیم غیرمنصفانه دی او خبرداری یې ورکړ په دې اړه د څېړنو په صورت کې به د نړیوالې محکمې قاضیان تحریم کړي، له دې کار سره د امریکا د مخالفت لامل دا دی چې واشنګټن د نړیوالې محکمې غړیتوب نه لري.

په ګوانتانامو خلیج کې د دوو کسانو سلاکاره، کاترین ګالاګر زیاتوي:«شکنجه او نورې ظالمانه کړنې او پراخي جنسي تاوتریخوالي په افغانستان کې د امریکا لخوا د کسانو د نیولو او له هغوي د پلټنو د پروګرام یوه برخه ده، زما دواړو موکلینو دامریکا د سنا جرګې په یوه کمیټه کې هم د سي آي اې لخوا د دوي د پلټنو پرمهال د ناوړه چلند په اړه وینا وکړه.»

په دغه ناسته کې له ۲۰۰۳ تر ۲۰۰۴ کال پورې په افغانستان کې د ښکیلو لوریو جنګي جنایتونه څیړل کیږي. 

په هالنډ کې د افغانستان سفیر، همایون عزیزي په دې اړه وايي:« په یقین سره چې موږ په ۲۰۱۷ کال کې محکمې ته ډیرې دوسیې وسپارلې، داسې دوسیې چې د دې ښودنه کوي زموږ قضایي نظام په افغانستان کې د دغه راز دوسیو د څیړلو توان لري، که موږ وغواړو چې عدالت پلی شي قضایي قوه ددې کار توان لري.»

کابو ۷۰۰ افغانان چې له ۲۰۰۳ تر ۲۰۰۴ کال پورې ځانونه د جنګي جنایتونو قربانیان بولي په افغانستان کې د ښکیلو لوریو په اړه د جنګي جنایتونو تورونه نړیوالې محکمې ته وړاندې کړي دي.

شریک یي کړئ