لغمان کې د یوه قومي مشر د جنازې په مراسمو کې چاودنې د ۳کسانو ژوند واخیست او ۷ نور یې ټپیان کړل.
پېښه نن دوشنبې له غرمې مخکې (د مرغومې په ۲مه نېټه) د یاد ولایت دولت شاه ولسوالۍ په خاص دولت شا سیمه کې شوې ده.
د لغمان ولایت سیمه ییز چارواکي په خپره شوې خبرپاڼه کې وايي د پېښې ټپیان د مهترلام ولایتي روغتون ته درملنې په موخه لیږدول شوي او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ دی.
په همدې حال کې د لغمان د والي ویاند، اسدالله دولتزی وايي چې چاودنه د طالبانو لخوا شوې ده، خو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.
د لغمان ولایت مقام نه په خپره شوې خبرپاڼه کې د والي، محمد اصف ننګ له قوله ویل شوي چې د پېښې په تړاو یې مسوولینو ته د څېرړنو سپارښتنه کړې ده.