Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

لغمان کې د ښکار لړۍ؛ اوس د مرغان ښکار غیرقانوني دی

لغمان ولایت کې ډېر شمېر ښکاریان هره ورځ د مرغانو ښکار پسې وځي. دوی وايي چې دا لړۍ د پخواني پادشاه، ظاهرشاه د وخت راهیسې دوام لري.

خو لغمان کې بیا چارواکي وايي چې اوس مهال هېواد کې د جګړو له کبله د ژوو او مرغانو شمېر کم شوی او ښکار یې هم غیرقانوني دی.

په همدې حال کې پنځه پنځوس کلن محمدګل د ښکار هره ورځ د ښکار لپاره چمتوالۍ نیسي، لومړی د ښکار خانګړې جامې په تن کوي له پلاستکي توکو جوړ مرغاوي د اوبو په مینځ کې ځای پر ځای کوي، وروسته ځانګړی خای کې چې ښکاریان ورته مرچول وايي کیني.

birds

هغه د مرغانو اوازونه غږوي څو مرغان او مرغاوۍ اوبو ته کېناستو ته اړې کړي او بیا یې په چره ییز ټوپک ښکار کوي.

محمد ګل د خپل عمر په دیارلس کلنۍ کې ښکار کول پیل کړي دی او وايي وروستیو کلونو کې هېواد کې روانو ناامنیو له امله ښکاریان کم شوي دي‎.

هغه وړاندې وايي:«‎‎نن سبا هسې نوم یې ښګاري وي باید ښکاري لیسنس ولري ښکار به هم سم روان وي او وطن به هم نه خرابوي اوس خو سهار وختي راشي شوق پوره کوي او تشې ډزې کوي.»

بل ښکاري، ملاګل زیاتوي:«‎زما د پیدایښت سره چې د ظاهر شاه په وخت کې پیدا شوي دلته دا ښګار روان دی نه یوازې په هواره کې بلکې په غرونو کې هم ښګار روان دی.»

دا د لغمان د سیند غاړه چهارباغ سیمه ده دلته د کالونو راهسې د بېلابیلو مرغانو ښکار روان دی خو ښکاریان وايي د نور مرغانو په پرتله یې نن سبا د مرغاویو ښکار ښه دی.

فضل کریم هم ښکاري دی، هغه بیانوي:«‎د مرغاویو ښکار، د هیلیو ښګار د کفترو ښکار د مړزانو ښګار دلته زیات خلک کوي په ځانګړي ډولد هیلیو ښار کې دلته خلک زیات کوي.»

لغمان والي ویاند، اسدالله دولتیزی وايي چې اوس مهال هېواد کې د مرغانو ښکار منع دی.

دی زیاتوي:«‎د مرکزي ادارې د مشترک امر چې لغمان ته هم رارسیدلی مطابق یې د ښګار او نایبو مرغانو ښګار منعه شوې ده او ترڅنګ یې د مرغانو قاچاق څخه دغه امر کې حکم د منعه شوی زمونږ هیله دا ده چې هیوادوال په دغه برخه کې خانګړې پاملرنه ولري.»

که څه هم د افغانستان حکومت د مرغانو ښکار باندې بندیز لکولی خو په یو شمېر ولایتونو کې اوس هم د مرغان ښکار روان دی‎.

 د افغانستان د چاپیریال ساتنې ادارې د معلوماتو پر اساس په افغانستان کې ۱۳۶  ډوله وحشي ژوي دي چې ۹۰ ډوله یې د له منځلو تلو په حال کې دي.

لغمان کې چارواکي وايي چې اوس مهال هېواد کې د جګړو له کبله د ژوو او مرغانو شمېر کم شوی او ښکار یې هم غیرقانوني دی.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه