Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له اروپا،ایران او پاکستانه د یو مېلیون کډوالو احتمالي راستنېدل

په کابل کې د اروپايي ټولنې نماینده‎ګۍ نن سې‎شنبې(د کب په ۲۴ مه)په کابل کې د یوې غونډې په ترڅ کې اعلان وکړ شونې ده چې د روان کال په لړ کې یو ډېر شمېر افغان کډوال له اروپايي هېوادونو څخه خپل هېواد ته ستانه شي.

په همدې حال کې د کډوالۍ نړیوال سازمان ښيي چې په وران زیږدیز کال کې له اروپايي هېوادونو، پاکستان او ایران څخه هېواد ته به بېرته راستانه شي.

دغه سازمان ګواښ کوي که‎چېرې د دغو راستنېدونکو د ستونزو په اړه رسېدنه ونه شي،شونې ده دغه راستنېدونکي د ترهګرۍ قرباني شي او یا هم یو ځل  بیا د هېواد پرېښودو ته اړ شي.

په کابل کې د اروپايي ټولنې په سفارت کې له راستنېدونکو سره د مرستې د څرنګوالي او د دوی د بیا ادغام د زمینې د برابرولو په اړه بحث او خبرې وشوې.

د کډوالو نړیوال سازمان اټکل کوي چې په روان زیږدیز کال کې به کابو یو مېلیون کسان له ګاونډیو او اروپايي هېوادونو څخه افغانستان ته راستانه شي.

په افغانستان کې د کډوالۍ د نړیوال سازمان رییس لارنس هارټ وویل:«موږ باید د کډوالۍ منفي پایلو ته پام وکړو، او که نه هغه کسان چې راستنېږي یا به د دولت د مخالفو وسله والو ډلو ښکار شي او یا به بېرته کډوالۍ ته مخه کړي او دا یو خبرداری نه دی یو واقعیت دی.»

دا په داسې حال کې دی چې د ۲۰۱۶ زیږدیز کال له پيل راهیسې کابو ۷ زره کسان له اروپا څخه هېواد ته راستانه شوي دي.

له هغه وخت راهیسې ۵۸۰ تنه په ۲۰۱۶ کال کې او ۱۵۲ تنه هم په روان زیږدیز کال کې په جبري توګه له اروپا څخه ایستل شوي دي.

په کابل کې د اروپايي ټولنې سفیر جورج کننګهم څرګنده وي:«ډېری راستانه شوي په خپله خوښه راستانه شوي او یو شمېر هم په جبري توګه، خو ټول کارونه له افغان حکومت سره په همغږۍ ترسره کېږي، که کومه موضوع رامنځته شي حکومت یې له موږ سره شریک وي.»

له بلخوا په ۲۰۱۶ کال کې کابو ۷۰۰ زره افغان کډوال له پاکستان او ایران څخه راایستل شوي دي.

افغان حکومت له پاکستان او ایران څخه د افغان کډوالو ایستل د نړیوالو بشردوستانه قوانینو پرخلاف بولي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سیدحسین عالمي بلخي په دې اړه وویل:«له بده مرغه پاکستان له کډوالو سره سیاسي چلند کوي.پاکستاني چارواکي هر ځل په غونډو کې ژمنې کوي چې نور سیاسي چلند نه کوو.خو بیا هم دغه کار کوي.»

د کډوالۍ نړیوال سازمان خبرداری ورکوي چې افغانستان به په روان زیږیز کال کې له بې مخینې ننګونې سره مخامخ شي.

شریک یي کړئ