Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له ازادو شویو طالبانو سره مرکه؛«شونې ده بیا ځلې جګړې ته ستانه شو»

د لومړي ځل لپاره څه باندې ۵۸۰ طالب بندیان د پروان ولایت له بګرام بندخونې ازاد شول.

ډېری دغه بندیان وايي که چېرې بهرني ځواکونه افغانستان پرې نه ږدي او د افغانستان سیاسي مشران له طالبانو سره جوړجاړی ونه کړي شونې ده بیاځلې د جګړې ډګرونو ته ستانه شي.

یو له دغو طالبانو محمدالله دی چې اته کاله مخکې په تخار ولایت کې د ملي امنیت منګولو ته ولوېد.

هغه وايي کله چې امنیتي ځواکونو هغه یې ونیو، له خپلې کورنۍ سره، خپله درې میاشتنۍ لور چې ناروغه وه ډاکټره بیوله.

محمدالله زیاتوي چې اوس خپل کور ته ځي، لور او پلار یې مړه شوي دي.

هغه د دې په اړه چې په تخار کې په څه کار بوخت و نه څه وايي، خو زیاتوي چې له طالبانو سره یې کار یو راز دی او نه غواړي په دې اړه زیات ورکړي.

هغه وايي چې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو په وړاندې جنګېدلی او له ازادېدو وروسته به هم د خپل هېواد راتلوونکی مشخص کړي.

د طالبانو کابو ۹۰۰تنه بندیان نن د حکومت له زندانونو ازاد شول. ولسمشر تر راتلوونکو دوو ورځو د دوه زره بندیانو د ازادېدو فرمان صادر کړی دی.

دا بندیان له هغې وروسته کله چې یو ژمن لیک لاسلیک کړي چې نور د جګړې ډګر ته به بیا راستانه نه شي ازادېږي، د دغو بندیانو لپاره، پنځه زره نغدې پيسې، جامې او بوټ ورکول کېږي.

چارواکي وايي چې دغه ټول بندیان، د چاودنو او ځانمرګو بریدونو د پلان او ترسره کولو او له طالبانو سره د همکارۍ په جرم نیول شوي دي، خو دا چې دوی بیا ځلې د جګړې ډګر ته ستنې کږي او که نه دا روښانه نه ده.

د طالبانو یو بل غړی محمد داوود هم وايي چې د بهرنیو ځواکونو په وړاندې یې جهاد کاوه، د جهاد لپاره وتلی وم د افغانستان د ښکېلاک لپاره مې جهاد کاوه.

بل بندي محمد رسول هم زیاتوي چې له کندوز څخه نیول شوی و له شپږو کلونو بند وروسته ازاد شوی له هغه موټره چې د بګرام له بندخونې ښار ته بندیان لېږدوي په نیمه لار کې ښکته کېږي، د دې سربېره چې وايي خپلوان یې لېږد ته راغلي دي خو له هغو کسانو سره د خبرو اترو پر مهال متوجه کېږو چې دوی د هغه خپلوان نه دي او د لومړي ځل لپاره هغوی ویني.

محمد رسول وویل:«اوس نوی ازاد شوی یم او تازه هوا تنفس کوم تراوسه نه پوهېږم چې په هېواد کې څه وضعیت دی. وروسته به وګورم چې څه کېږي.»

د چارواکو په وینا کابو شپږ زره طالبان د بګرام په بندخونې کې بندیان دي، له دې مخکې څه باندې ۵۰۰ طالبان د بګرام له بندخونې ازاد شوي دي.   

شریک یي کړئ