Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو له وتو سره دامریکا سنا مجلس مخالفت

د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر او سنا جرګې ترمنځ د اختلافاتو په دوام، د دې هېواد د سنا جرګې له افغانستانه د امریکايي عسکرو د وتو له لایحې سره مخالفت وکړ.

په دغې لایحه راغلي دي چې داعش او القاعده ډله تراوسه هم په افغانستان او سوریه کې فعال دي او له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتو سره د امریکا ملي امنیت به وګواښل شي.

د امریکا د سنا جرګه چې جمهوریت غوښتونکی ګوند په کې اکثریت غړي لري، د ډیموکراټانو په ملاتړ په افغانستان کې د امریکايي عسکرو د پاتې کېدو لایحه د ۶۸ رایو په تایید او ۲۳ رایو رد سره تصویب کړه.

جمهوري غوښتونکی سناتور مېچ‌ مکانل په دې اړه وویل:«زه باوري یم چې ګواښونه په خپل ځای پاتې دي. داعش او القاعده ډلې ته باید ماتې ورکړل شي. د امریکا د ملي ګټو غوښتنه ده چې هلته زموږ ماموریت دوام وکړي.»

که‎څه هم تر اوسه ولسمشر ټرمپ له افغانستانه د امریکايي عسکرو د وتو په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده کړې، خو د تېر زیږدیز کال په ډسمبر میاشت کې یې له سوریې د درې زره امریکايي عسکرو د وتو امر وکړ.

بل امریکايي سناټور باب منیندز هم څرګنده کړه:«زه ډېر اندېښمن یم چې له افغانستان او سوریې نه د امریکايي عسکرو بېړني وتل به، د امریکا ملي ګټو ته زیان ورسوي.»

امریکايي سناټور کریس مورفي هم په ډګه کړه:«زموږ دا پرېکړه لیک نه یوازې دا چې په سوریه کې به زموږ سرتیري د داعش پر ضد وجنګېږي، بلکې دې هېواد به د ایران د لا زیات ځای د نیولو مخینوی وکړي.»

بل لورته بیا د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ټينګار کوي، که‎‎چېرې له طالبانو سره د سولې کومې هوکړه وشي، له افغانستان به امریکايي عسکر وباسي.

هغه څرګنده کړه:«یو شمېر ښه پرمختګونه شوي دي، تاسې ګورئ چې څه روان دي. زه تاسې ته ویلای شم چې دا یو ډاډ دی، ځکه موږ نږدې ۱۹ کاله کېږي چې افغانستان کې یوو او په لومړي ځل هغوی سره د سولې د هوکړې لپاره خبرې کېږي، که دا کار وشي، موږ به خپل ځواکونه خپل کور ته راولو. وبه ګورو چې څه کېږي، خو په لومړي ځل هغوی جدي خبرو ته اترو ته ننوتي دي. د دې لپاره یو دلیل شته او له همدې کبله زه فکر کوم چې د یوه بهرني سیاست له مخې په ښه ډول خپل کار مخ ته بیایوو.»

امریکا په افغانستان کې اوس‌مهال ۱۴ زره سرتېري لري چې تر خوا یې د ناټو شپږ زره سرتېري هم د افغان ځواکونو په روزنه، مشوره ورکولو او مرستې بوخت دي.

شریک یي کړئ