Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له افغانستان سره د پر اقتصادي او سیاسي اړیکو د روسیې ټینګار

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر، سرګي لاوروف او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، صلاح‎الدین رباني نن شنبې(د سلواغې۱۹مه) په مسکو کې وویل چې روسیه به رسمآ د افغانستان په اړه په روسیه کې ناستې ته بلنه ورکړې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وايي چې په دې ناسته کې به د افغانستان ترڅنګ هند او ایران هم ګډون ولري.

د افغانستان په  اړه د ناستې لومړۍ پړاو د افغانستان له ګډون پرته د روسیې، پاکستان او چین استازو ترمنځ ترسره شوی وه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د افغانستان سولې په اړه د سیمې هېوادونو پر ونډې په ټینګار سره وايي چې له طالبانو سره باید د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پرېکړې له مخې خبرې وشي.

ښاغلي لاوروف زیاته کړه:"روسیه او افغانستان پخواني او نېږدې همکاران دي او د اقتصاد، بشري او امنیتي مرستو لېواله دي. موږ په سیمه او افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د افغانستان له هڅو ملاتړ کوو."

په همدې حال کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست وزیر، صلاح‎الدین رباني څرګندوي چې په افغانستان کې د تاوتریخوالیو پای‎ته رسولو لپاره باید د ترهګرو ملاتړ هېوادونه نور د ترهګرو ملاتړ ونکړي او هغوی ته پناه ورنکړي.

ده وړاندې وویل:"دا سفر ارزښتناکه دی، موږ د ډېرو ښو اړیکو غوښتونکو یوو، ډېرو موضوعات د بحث لپاره شته چې له ډلې یې له ترهګرۍ سره مبارزه ده."

د افغانستان استازي په داسې حال کې مسکو ته سفر کوي چې په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو اړیکې ډېرې نېږدې نه وې.

د افغانستان په  اړه د ناستې لومړۍ پړاو د افغانستان له ګډون پرته د روسیې، پاکستان او چین استازو ترمنځ ترسره شوی وه

شریک یي کړئ