Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له افغان سولې د سیمه یزو هېوادونو پر ملاتړ د غني ټینګار

ولسمشر غني نن (دوشنبې د چنګاښ په ۱۶مه) د سیمې هېوادونو له استازو سره «د سولې لپاره د اجماع پياوړتیا» تر نامه لاندې مشورتي غونډه کې، چې دا غونډه د سولې او د افغانانو ترمنځ خبرو اترو په اړه ده، پرانیسته.

په دغې غونډه کې چې د وېډیو کنفرانس له لارې د شلو سیمه یزو هېوادونو، د افغانستان د سټراټېژيکو شریکانو او ملګرو ملتونو سازمان د استازو په ګډون په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ترسره شوه، ښاغلی غني د سیمې هېوادونو په ځانګړې توګه له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې پر همکارۍ ټينګار کوي.

ښاغلي غني وویل:«موږ ټول د ترهګرۍ، د سیمه ییزو جرمي شبکو او افراطپالنې له ګواښ سره مخ یوو. امنیت، ټیکاو او ګټې موږ له یو بل سره نښلوي. عقلاني درک همدا دی چې د یو تر څنګ واوسو.»

افغان ولسمشر همدارنګه د سولې په اړه وویل:«د سولې بهیر موخې دا دي چې د تېرو ارزښتونو په ځانګړې توګه د ښځو او ځوانانو د حقونو له خوندیتوب سره خپلواکه، دموکراټیک، په سوله کې له ځان، سیمې او نړۍ سره متحد افغانستان وي.»

هغه زیاته کړه چې د جګړې د پای لپاره نړیواله اجماع شتون لري او د پیاوړې سیمه ییزې اجماع لپاره د سیمې او ګاونډیو هېوادونو ملاتړ، له افغانستان سره به مرسته وکړي چې د سولې موخو ته ورسېږو.

هغه وویل:«په افغانستان کې د یوه ولسواله نظام څخه د سیمې ملاتړ، سیمه ییزې همکارۍ به لا ټينګې کړي او زموږ خلکو ته به موکه ورکړي چې د خپل هېواد له سرچینو څخه نه یوازې د افغانستان د اقتصادې ودې لپارهو بلکې د سیمې لپاره هم استفاده وکړي.»

ښاغلي غني سولې په وړاندې ګواښونو او خطرونو ته په نغوتې سره وویل، که چېرې طالبان جګړې ته دوام ورکړيو د افغانستان د سولې بهیر به له جدي ننګونو سره مخ شي.

افغان ولسمشر زیاته کړه چې له بده مرغه د اوسنیو تاوتریخوالي کچه د تېر کال په پرتله زیات شوي. د ملګرو ملتونو سازمان وروستي رپوټونه د دې ښودنه کوي چې طالبان تراوسه پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او له ترهګرو ډلو سره اړیکې لري.

اشرف غنی د بندیانو د تبادلې په اړه هم څرګنده کړه چې په دې برخه کې مې ستر ګامونه پورته کړي ترڅو طالبان له تاوتریخوالي لاس واخلي، زموږ بندیان دې ازاد کړي او د مخامخ مذاکرتو پيل ته دې ژمن پاتې شي. او همدارنګه بشرپاله اوربند دې ومني چې له کورونا ویروس سره د مبارزې غوره شرایط برابر شي، خو په خواشینۍ سره د افغانستان په خلکو تاوتریخوالی زیات شوی دی.

ښاغلي غني وویل چې د طالبانو دا اقدامات، ملي اجماع ته زیان رسوي او دا په داسې حال کې ده چې موږ سولې ته ژمن یوو. 

افغان ولسمشر اشرف غني زیاته کړه چې د جګړې د پای لپاره نړیواله اجماع شتون لري او د پیاوړې سیمه ییزې اجماع لپاره د سیمې او ګاونډیو هېوادونو ملاتړ، له افغانستان سره به مرسته وکړي چې د سولې موخو ته ورسېږو.

شریک یي کړئ