Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له امریکې سره د امنیتې تړون د بیاکتنې په وړاندې غبرګونونه

له امریکا سره پر امنیتي تړون د بیا کتنې لپاره د یو شمېر سیاسي او جهادي شخصیتونو د تېرې ورځې غوښتنې له بېلابېلو غبرګونونو سره مخامخ شوې دي.

په دې لړ کې د کندهار امنیه قومندان جنرال عبدالرازق وايي له واشنګټن سره د کابل امنیتي تړون د مشورتي لویې جرګې لخوا تایید شوی او ځینې کسان چې د روسیې په ګډون ځینو ګاونډیو هېوادونو د سفارتونو لپاره کار کوي پر دې تړون د بیاکتنې او یا لغوه کېدو غوښتنه کوي.

هغه په دې اړه وویل:« ځينې په شعوري توګه د سفارتونو لپاره دا کار کوي؛ په ځانګړې توګه د ګاونډیو هېوادونو سفارتونو ته یې یو ډول لابي په لاره اچولې... د روسانو، ایرانیانو او پاکستانیانو لپاره.»

د ولسي جرګې غړي د افغانستان د امنیت په ټینګښت کې د امریکايي ځواکونو د مرستو په اړه د کابل واشنګټن د امنیتي تړون ځینې مادې نیمګړې بولي او وايي په دغه امنیتي تړون کې باید ځینې تعدیلات رامنځته شي ترڅو امریکا مجبوره کړي د هېواد د امنیت په خوندیتوب کې لازیاته ونډه واخلي.

د ولسي جرګې غړی محي الدین مهدي په دې اړه وايي:«هغه ماده وړاندې کوو چې د امریکا متحده ایالاتو موجود وضعیت د افغانستان پر خاوره یرغل تعریف کړي.»

اخوا ولسمشر غني د ترهګرو پېښو د قربانیانو له کورنیو سره د کتنې پرمهال د امریکا له یادولو ‍پرته په خپله وینا کې وايي د واشنګټن د سوېلي اسیا تګلاره هغه څه دي چې څلوېښت کاله یې افغانان په تمه وو.

افغان ولسمشر اشرف غني په دې اړه څرګنده کړه:«د افغانستان او سوېلي اسیا لپاره د امریکا سټراټېژي هغه سټرا ټېژي ده چې د افغانستان خلک ورته په ۴۰ کلونو کې په تمه وو.»

په کابل کې د امریکا سفیر وایي په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شتون په هېواد کې د لویو ننګونو په وړاندې د مقابلې لپاره یوه اړتیا ده.

په کابل کې د امریکې سفیر جان بس وویل:« افغانستان له ځینو لویو ننګونو سره مخامخ دی له همدې کبله مونږ له خپلو متحدین سره اوږه په اوږه د افغان ځواکونو ترڅنګ ولاړ یوو ترڅو دغو ننګونو ته پاملرنه وشي، موږ فکر کوو چې دا مهمه ده له افغانانو سره مرستو ته دوام ورکړو ترڅو یې اقتصاد وده وکړي، نوي کارونه رامنځته شي او همداراز د افغانانو د ژوندانه وضعیت ښه شي.»

د کابل واشنګټن ترمنځ امنیتي تړون د ۱۳۹۳ هجري لمریز کال د تلې په میاشت کې د سولې بهیر د ښه کېدو، دامنیت د ټینګښت، د دولتي بنسټونو د پياوړتیا او له اقتصادي او ټولنیزو پرمختګونو د ملاتړ او همداراز د اقتصادي همکاریو د هڅولو په موخه لاسلیک شوی دی.

د ولسي جرګې یو شمېر غړي د افغانستان د امنیت په ساتلو کې د امریکايي ځواکونو د مرستې په اړه ځینې مادې نیمګړې بولي او وایي په دغو مادو کې باید تعدل راشي.

شریک یي کړئ