Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له امنیتي ځوکونو د همکارۍ لپاره د حزب اسلامي د وسله‎وال چمتو دي

په بغلان  ولایت کې د حزب اسلامي مسؤول وايي چې د دغه ګوند وسله‎وال کسان چمتو دي ترڅو له امنیتي ځواکونو سره د هغو ټولو په وړاندې چې د خلکو په وړاندې جنګېږي همکاري وکړي.

په بغلان ولایت کې د حزب اسلامي مسؤول او قومندان میرویس جهادیار ټینګار کوي چې هغه په دغه ولایت کې په زرګونه وسله‎وال لري.

هغه زیاته کړه:«هغه افغانان چې د پردیو پر حکم د خپل ملت په وړاندې جګړه کوي او خپل ملت ځوروي، موږ د هغوی په وړاندې درېږو او د هغوی مخه نیسو؛ هرڅوک چې وي.»

د طلوع نیوز خبریال شریف امیر له بغلان څخه رپوټ ورکوي چې په دغه ولایت کې د حزب اسلامي تر ادارې لاندې سیمو کې حکومت واکمني نه‎لري او حتا دغه ګوند محکمې هم لري.

د مرکزي بغلان ولسوالۍ اوسېدونکی اسماعیل وايي:«زوی مې په بند کې دی؛ دولت ورته ۲۰ کاله بند ورکړی.موږ اوس قومندان میرویس خان ته راغلي یوو چې زموږ ستونزه حل شي.»

د دغې ولسوالۍ یو بل اوسېدونکی حاجي احمد ولي وویل:«زموږ سیمه هم د حزب اسلامي په واک کې ده. موږ دوی ښه پېژنو چې په کومه اندازه کار کوي.»

بغلان کې د حزب اسلامي مسؤول وایي، هره ورځ لږ تر لږه څلورو قضیو ته رسېدنه کوي.

میرویس جهاد یار وویل:«هره ستونزه چې موږ ته راځي ډېر ژر هغه د سیمې د علماو او سپين‎‎ږیرو له لارې حل کوو.»

اوس - اوس د دې وسله والو کسانو دښمنان دولتي ځواکونه نه، بلکې طالبان ګڼل کېږي. -ځکه یې تر خپلې ولکې لاندې سیمو د ساتنې لپاره مورچلې جوړې کړې دي.

د دغه ګوند مسؤولان وایي، په بغلان ولایت کې څه باندې ۱۵۰ کلي د دوی په کنټرول کې دي.

شریک یي کړئ