Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له امنیتي ګواښونو د کابل ګارنیزیون خبرداری

د کابل ګارنیزیون قومندان، ګل نبي احمدزي تېره شپه ناوخته( جمعه‎ د غبرګولي۱۲مه) له خلکو غوښتنه وکړه چې تر څو له لاریون لاس پورته کړي.

ده وویل، ښايي پر لاریون برید وشي، نو خلک دې د یوې مودې لپاره لاریون پرېږدې.

په همدې حال کې د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال، جنرال مراد علي مراد نن(شنبې د غبرګولي۱۳مه) کابل کې خبرې ناسته کې له اعتراض‎کوونکو غوښتنه وکړه تر څو د امنیتي ګواښونو له امله له لاریون لاس واخلي.

ده وویل چې په کابل کې امنیتي ګواښونه زیات دي.

هغه کسانو چې په دې لاریون کې تېر‎وتنه کړې ده، له ټولو به پلټنې کېږي. ده زیاته کړه، تر اوسه نه ده څرګنده چې لاریون ولې پر تاوتریخوالي واوښت.

ښاغلي مراد وویل:"تر اوسه د تاوتریخوالي په اړه کره څېړنه نه ده شوې چې چا تاوتریخوالی رامنځته کړی، دا چې یو شمېر استفاده‎کوونکو کسانو دا کار کړی او که بل چا."

د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال د تېرې ورځې چهارشنبې برید عاملینو پر تعقیب هم ټینګار وکړ.

سره له دې لا هم کابل کې د نوي ښار او وزیر اکبرخان ترمنځ لار کې یو شمېر لاریون‎کوونکي سره راټول دي، خو نه ده څرګنده چې دوی به څه کوي.

ویل کېږي چې د روشنايي خوځښت هم له لاریون کوونکو سره یوځای شوی دی.

په سیمه کې د طلوع‎نیوز خبریال، کریم امیني څرګندوي چې یو شمېر سیاسي څېرې او پارلمان غړي هم لا لاریون‎کوونکو سره یوځای شوي، خو څرګنده نه ده چې دوی به له دولت سره خبرې کړې وې او که نه.

دی زیاتوي چې اعتراض‎کوونکي تېره ورځ د ډزو له امله غصه دي او دولت تورنوي چې د خلکو په امنیت ساتنه کې پاتې راغلی دی.

دا په داسې حال کې ده چې ملي پوځ د لاریون کوونکو د خورولو لپاره چې غوښتل یې ولسمشرۍ ماڼۍ خوا ته خپله لاره پرانیزي،لاس په کار شوي او په هوايي ډزو یې لاس پورې کړی دی.

د طلوع نیوز بل خبریال صمیم فرامرز چې هغه هم د لاریون په سیمه کې حضور لري وايي چې د لاریون کوونکو د خورولو لپاره د هوايي ډزو سربېره له یوه«هاموې» موټر څخه هم پر لاریون کوونکو ډزې شوې دي.

امنیتي ځواکونو لاریون کوونکي یې د وزیر محمداکبر خان ۱۵ سړک ته په شاتمبولي چې د چاودنې له ځایه یوازې څو سوه مټره واټن لري.

قهرجن لاریون کوونکي نه یوازې د امنیتي ځواکونو پر موټرو ډبرې ګو‌‌ذار کړي دي،بلکې د امریکا پر ضد یې هم شعارونه ورکړي او له ولسمشر او اجرائیه رییس څخه یې غوښتي چې له خپلو دندو کوښه شي.

د صمیم فرامرز په وینا، امنیتي ځواکونو د خپلو وسلو څخه په استفادې سره لاریون کوونکي  وهل ټکول شوي دي.

د هوايي ډزو سربېره،د اوبو پاشلو موټر هم پر لاریون کوونکو اوبه وپاشلې، خو دغه کار لاریون کوونکي لا په غوسه کړل.

د حکومت ضد لاریون د جمعې پر ورځ سهار کابو اته بجې پیل شو او وروستی تم‎ځای یې د زنبق څلور لارې وه

شریک یي کړئ