Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له اورکم وروسته د جګړې زور اخیستل؛ ۸۳ تنه مُلکیان وژل شوي

افغان حکومت او د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون نن (سې شنبې، د وري په ۲۶مه) د اورکم له اوونۍ وروسته د طالبانو لخوا د بریدونو له زیاتوالي اندېښنه څرګندوي او وايي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې له هوکړې وروسته د طالبانو په بریدونو کې ۸۳ ولسي وګړي وژل شوي او په لسګونه تنه نور د ښځو او ماشومانو په ګډون ټپیان شوي دي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د امریکا او طالبانو ترمنځ سولې د موافقې له لاسلیک وروسته د ملکي تلفاتو زیاتوالی د اندېښنې وړ بولي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د ارتباطاتو مسوول  ذبیح الله فرهنګ په دې اړه وویل:«طالبانو د بانک کارکوونکي له موټره راکوز او په ډزو سره ووژل. د بشري حقونو کمېسیون له طالبانو غواړي چې د هېوادوالو د تګ راتګ د حق او امنیت اصل ته درناوی وکړي. مُلکي کسان په ټول کې هغو کسانو ته ویل کېږي چې په امنیتي بنسټونو کې کار نه کوي.»

افغان حکومت هم د تاوتریخوالي د کمښت له اونۍ وروسته د طالبانو د بریدونو د زیاتوالي خبره کوي.

د ولسمشر د ملي امنیت د سلاکار ویاند جاوېد فیصل په دې اړه وویل:«افغان حکومت له تېره څخه د سولې لپاره ډېره هڅه کړې ده، خو طالبان د افغانانو په وړاندې تاوتریخوالی زیات کړی. د دې لپاره چې د سولې بهیر پایلې ته ورسېږي، طالبان باید له افغان وژنې لاس واخلي او دایمي اوربند وکړي.»

له بلخوا طالبان وايي د کابل له ادارې سره د تاوتریخوالي د کمښت په هکله هېڅ هوکړه نه لري او له امریکایانو سره د سولې په موافقه کې هم په دې اړه هېڅ نه دي ویل شوي.

د طالبانو ویاند وایي د عملیاتو د کمښت په اړه له هېچا سره ژمنه نه ده شوې او دا موضوع به د افغانانو ترمنځ خبرو کې مطرح شي.

د طالبانو ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي:«د کابل له ادارې سره هېڅ کومه موافقه نه لرو چې خپل عملیات اجرا نه کړو او همداراز له امریکایانو سره د سولې په موافقه کې هم په دې اړه هېڅ نه دي ویل شوي، موږ د عملیاتو د کمښت په هکله کومه ژمنه نه لرو، دا مسله باید د افغانانو ترمنځ خبرو کې مطرح شي او پر اړه یې هوکړه وشي، له داخلي کسانو سره کومه موافقه نه لرو، له بهرنیانو سره هم اوربند یا د تاوتریخوالي کمښت نه لري، موږ د موافقه لیک پرخلاف کوم کار نه دی کړی او د هوکړې پرخلاف هېڅ برید نه دی شوی، د دې لپاره چې سوله ییز ګامونه واخیستل شي او خبرو ته لار پیدا کړو خپلو هڅو ته دوام ورکوو، موږ خپل بریدونه له سل سلنې اوس څلوېښت سلنې ته راکم کړي، دا زموږ د سولې غوښتنې ښودنه کوي.»

بلخوا د کورنیو چارو سرپرست مسعود اندرابي طالبانو ته ګواښ کوي چې دغه ډله به پوځي لارې خپلو موخو ته ونه رسېږي:«طالبانو ته هر هغه فرصت چې ورته اړتیا استفاده یې کړي، ورکړل شو خو له بده مرغه طالبانو د اورکم له اوونۍ وروسته یو ځل بیا خپلو بریدونو ته زور وکړ. هغه څه چې موږ ته مهم دي او په یوې دوه اوونیو کې چې موږ په فعاله دفاع کې یوو ثابته شوه چې طالبان له پوځي لارې نه شي کولای لاسته راوړنه ولري.»

د هغو شمېرو له مخې چې طلوع نیوز ته رسېدلي طالبانو د اورکم په اوونۍ او له هغې وروسته اوونیو کې پر دولتي او بهرنیو ځواکونو ۲۳۵۷ بریدونه کړي دي.

د سیاسي چارو کارپوه صالح محمد ریګستانی وايي:«طالبان د امتیاز اخیستو په پار جګړې ته اړتیا او ضرورت لري، اوس د مذاکراتو بل پېر پيلېږي او طالبان د امتیاز اخیستو لپاره باید جګړې ته زور ورکړي چې وکړای شي د مذاکرې پر مېز ډېر امتیازونه ترلاسه کړي.»

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې موافقې له لاسلیکه یوه اوونۍ مخکې په هېواد کې د اورکم اوونۍ پيل شوې وه او طالبانو ژمنه کړې وه پر لویو ښارونو او د حکومت تر واک لاندې د ولسوالیو پر مرکزونو له بریدونو لاس واخلي خو د هغې اوونۍ له پای ته رسېدو وروسته طالبانو یو ځل بیا پر دولتي ځواکونو بریدونه زیات کړل.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه