Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

هلمند کې د جګړې له کبله کډه شوي مرغان بیا خپلو ځالو ته راغلي

د هلمند سیند په غاړه یو ځل بیا د هغو مرغانو سېل لیدل کېږي چې د تېرو جګړو له کبله یې دا سیمه پرېښې وه او کوچیدلي وو.

دغو مرغانو د ډېر شمېر ځايي اوسېدونکو په څېر د جګړو د ناخوالو له کبله خپلې ځالې پرېښې وې، خو اوس بيا راستانه شوي دي.

دوی چې یو ځل بیا د هلمند سیند غاړه ښکلې کړې ده، خلک یې د ښکار په تړاو اندېښنې لري.

د هلمند د چاپېریال ساتنې اداره هم د سیند دغو مرغانو ښکار غیر قانوني بولي.

birds

د لښکرګاه ښار اوسیدونکی، محمد عمر لمر وايي:«‎سیمې ده جګړه ډېره  نېږدې وه، او په ښار کې همدا د رود غاړه او ځنګل د مرغانو د اوسیدو ځای وو، هغوی څه چې انسانان لا د جګړي له لاسه وتښتیدل اوس ډېر خوښ یو چې دا مرغان ونیو.»

خو هلمندیان له حکومته غوښتنه کوي، څو د یادو الوتنکو مرغانو د ښکار مخنیه ونیسي، ځکه د دوی په خبره ډېری مرغان د خلکو د ښکار له امله له کمښت سره مخ شوي او خلګ باید دغو مرغانو سره د انساني عاطفې له مخې کوم زیان ونه رسوي.

د هلمند اوسېدونکی، حسیب الله زیاتوي:« مرغان له ټکانو سره سخت حساسیت لري، کله چې دلته به جنګ وو مرغان له دې ځان څخه ټوله تښتیدلي وو، اوس بېرته سږکال دا مرغان د رود په غاړه او ځنګل کي پیدا شوي د مرغانو په پیدا کېدو سره چاپېریال هم ښکلی شوی دی، خو ډېری کسان چې رحم نه لري دا مرغان ښکار کوي.»

د لښکرګاه بل اوسېدونکی، محمد خان زیاتوي:«که چېرې د دې مرغانو مخنیوی ونه شي، ممکن دغه اوسني مرغان چې څو کلونه وړاندې د جنګ څخه تښتیدلي وو اوس که يې د ښکار مخه ونه نیول شي، نو د ښکاریانو له لاسه به بېرته دا مرغان ورک شي.»

بل خوا د هلمند د چاپیریال ساتني ادارې مسوولین هم د مرغانو د ښکار په اړه اندیښني لري، وايي که څه هم دلته د مرغانو ښکار په یوه فرهنګ بدل شوی، خو دوی به یې د مخنیوي لپاره هڅې وکړي او هر ښکاري به نغدي جریمه کړي.

د هلمند د چاپېریال ساتنې ادارې رییس، حضرت علي ابدالي  په دې اړه وايي:«موږ د هلمند ټولو ولسوالیو ته مکتوبونه استولي دي، څو په خپل، سیمو کې د مرغانو د ښکار مخنیوی وکړي، ځکه یو خو ډېر مرغان د جګړو له امله تښتیدلي وو، اوس بیا د ښکاریانو ستونزه ده، او موږ که هر ښکاري ونیسو د قانون له مخې به قانوني نقدي جریمه ورکړو.»

د تېرو دریوو کلنو راهیسې د هلمند مرکز لښکرګاه ښار د ارامی ساه اخلي، لښکرګاه ښار ته څېرمه د هلمند سیند بهیږي او د سیند څېرمه ځنګل د یاد ښار ته نوره ښکلا هم وربخښلي ده.

birds-

د هلمند سیند په غاړې مرغانو د ډېر شمېر ځايي اوسېدونکو په څېر د جګړو د ناخوالو له کبله خپلې ځالې پرېښې وې، خو اوس یې د هلمند سیند غاړه ښکلې کړې ده

شریک یي کړئ