د پرتګال هېواد سمندري ځواکونو د اژه په نوم سمندر نه، ۳۳ تنه افغان او افریقايي کډوالو وژغورل.
ژغورل شویو کسانو کې د یوې اومیندوارې مېرمنې په ګډون ۹ تنه ماشومان او ۹ تنه ښځې هم وې.
دوی د ترکیې او یونان ترمنځ د اژه له سمندر نه ژغورل شوي.
ژغورل شوي کډوال د یونان لیسبوس جزیرې ته لېږدول شوي.
د ورځې په لسګونه افغانان د ناامنیو د پراختیا او وزګارۍ له امله له ناقانونه لارو څخه له افغانستانه اروپايي هېوادونو ته ځي.
د شمېرو له مخې د تېر زیږدیز کال له پيل راهیسې د افغانانو په ګډون کابو ۱۹۰ زره کډوال د سمندر له لارې اروپايي هېوادونو ته تللي دي.