Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له ایرانه د راستنېدونکو افغان کډوالو شمېر دوه برابره شوی

د کډوالۍ نړیوال سازمان وایي، له ایرانه افغانستان ته د راستنيدونکو افغانانو کډوالو شمېر دوه برابره شوی.

د دغه سازمان وروستۍ شمېرې ښيي، چې هره ورځ له اتو تر لسو تنو افغان کډوال له ایرانه افغانستان ته راستنېږي.

د کډوالو سازمان وایي، له ایرانه  افغانستان ته د راستنېدونکو افغانانو د شمېر زیاتوالي لامل، په دغه هېواد کې د اقتصاد ټکني کېدل او د ریالو د ارزښت ټیټېدل دي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان کې د پولو له لارې د ګډوالو د راستنېدو د څانګې مسوول کاظم الهام په دې اړه څرګنده کړه:«له ایران څخه ۴۲۹ زره او ۸۴۵ تنه او ۲۰ زره او ۳۰۱ تنه هم له پاکستان څخه په داوطلبانه یا جبري ایستل شوي دي.»

شیدا درانی یو افغان کډوال دی چې نېږدې یوه میاشت کېږي چې په تهران کې تر دوو کلونو وروسته د ډالر پر وړاندې د هغه هېواد د پیسو د ارزښت د ټيټېدو او د بې روزګارۍ د ډېرېدو له امله کابل ته راستون شوی دی .

له ایرانه راستون شوی شیدا درانی وايي:«شپږ میاشتې مخکې زموږ معاش پنځلس زره، شپاړس یا هم اولس زره افغانۍ کېده، خو اوس یو مېلیون تومان ۷ زره افغانۍ کېږي او پر دې معاش اوس هېڅ هم نه کېږي.»

دی چې اته ویست کلن دی وايي دوه کاله وړاندې یې څه باندې یو مېلیون تومان ولګول ترڅو له ناقانوني لارې ایران ته ورسېږي؛ خو بالاخره د ایران د پیسو د ارزښت د ټیټېدو له امله اوس بېرته کابل ته راغلی دی .

هغه زیاته کړه:«داسې قیمتي وه چې غوړي له دوه ویشت زره تومانو پنځه دېرش تومانو او د معدني اوبو کوچنی بوتل له پنځه سوله څخه زرو تومانو او تېل هم په زرو تومانو ته لوړ شوي دي.»

د کډوالۍ د نړیوال سازمان شمېرې ښيي چې د امریکا له لوري پر ایران د بندیزونو زیاتېدل د دې لامل شول چې له ایران نه افغانستان ته د راستنېدونکو شمېر دوه برابره زیات شي .

افغان حکومت هم له ایران نه د بېرته راستېندونکو شمېر بې مخینې بولي .

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د اړیکو مسوول اسلام الدین جرأت وویل:«کله چې اسعار را ټیټېږي، کډوال هغه کم اندازه پیسې چې ترلاسه کوي، له هغو پیسو سره نه شي کولای ژوند وکړي، نو پرېکړه کوي ترڅو بېرته افغانستان ته راستانه شي.»

که څه هم د روان زیږدیز کال له پېل راهیسې له ایران نه تر ۳۶۰ زره تنو زیات کسان  هېواد ته راستانه شوي؛ خو د دې سربېره ایران بیا هم د دوه مېلیون او یو سلو څلوېښت زره نورو افغان کډوالو کوربه دی.

آمارهای سازمان جهانی مهاجرت، نشان می‌‎دهند که افزایش تحریم‌های امریکا بر ایران سبب شده اند تا شمار بازگشت کننده‌گان از ایران به افغانستان به دوبرابر افزایش یابد.

شریک یي کړئ