Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له ایران سره پر پوله د افغان وګړو وژنې پر جدي څېړنې دحکومت ټینګار

ولسي جرګې نن چهارشنبې (د غوايي په ۱۷مه) په خپله نننۍ غونډه کې د حکومت ځینې لوړپوړي چارواکي رابللي وو چې له هغوی سره له ایران سره په پوله د افغان وګړو د ډوبېدو د رپوټونو په هکله خبرې وکړي.

په دغې غونډه کې د بهرنیو چارو سرپرست محمد حنیف اتمر ولسي جرګې ته ډاډ ورکړ چې دغې موضوع ته د رسېدنې لپاره له ټولو ډپيلماټیکو لارو کار واخلي.

ښاغلي اتمر وویل چې تراوسه ۱۶ افغان وګړي ژغورل شوي دي، ۱۸ تر ۲۰ تنو نور لادرک دي او ۱۶ مړي هم پیدا شوي دي.

ایران د افغان وګړو ربړونه او په اوبو کې د هغوی ډوبول رد کړي دي.

خو د ښاغلي اتمر په وینا، شواهد د دې ښودنه کوي چې «جنایت شوی دی.»

ښاغلي اتمر په دې اړه زیاته کړه چې د رپوټونو پربنسټ، دغه افغان وګړي په زور اړ کړل شوي او اوبو ته اچول شوي دي.

هغه زیاتوي ډېری دغه مړي اوبو د ترکمنستان په لور وړي دي.

ښاغلي اتمر همدارنګه څرګنده کړه چې افغان او ایراني چارواکو هوکړه کړې ده چې د دغو دواړو هېوادونو ګډ پلاوی به دغه پېښه وڅېړي.

په دغې غونډه کې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست، د کډوالو چارو وزیر، د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او ملي امنیت استازو د ولسي جرګې د کورني امنیت او نړیوالو اړیکو کمېسیون ته رابلل شوي وو.

له بلخوا د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي، په دغې غونډه کې د ولسي جرګې غړو ته وویل چې ایران په دې وروستیو کې پرېکړه نیولې ده چې په دغه هېواد کې د ۴۵۰ زره افغان کډوالو اقامت به تمدید نه کړي.

ښاغلي بلخي وویل چې په تېرو دوه اوونیو کې ایران د ورځې ۱۰۰ تر ۲۰۰ افغان وګړي له دغه هېواده بهر کوي.

ورته مهال د ولسمشر اشرف غني صدیق صدیقي په دې اړه په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي:«هغه غیر انساني او وحشیانه کړنې چې له ایران سره په پوله زموږ د ځينو مظلومو هېوادوالو د شهادت لامل شوی، نه بښوونکي جنایات دي.»

د افغانستان اسلامي جمهوري د بهرنیو چارو وزارت دا خواشینوونکې پېښه، د عدالت د ټينګښت په پار به، په جدي توګه وڅېړي.

د پېښې ځینې شاهدان ادعا کوي چې د ایران پوله ساتو ځواکونو د ۵۷ افغان وګړو له نیولو وروسته، د هغوی یو ډېر شمېر یې اړ کړي چې ځانونه په اوبو کې واچوي.

هغوی وايي چې د ۲۷ تنو له ډلې یوازې د اوو تنو مړي له اوبو څخه پیدا شوي او د نورو هېوادوالو برخلیک نامعلوم دی. 

شریک یي کړئ