Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له بایومتریک دستګاو د مالوماتو د لیږد تګلار کې بدلون

ټاکل شوې وروسته له بابومتریک دستګاوو کمپیوټر ته د میموري کارتونو په مرسته اطلاعاتي بانک ته مالومات ولېږدول شي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون تر اوسه د دغه کمیسیون د معلوماتو په بانک کې د  پایلو۲۲۵۸۸ پاڼې ثبت کړي دي او په دغه کمیسیون کې سرچینې وایي چې د بایومټریک د ۲۳۰۰ دستګاوو  معلومات د تخنیکي ستونزو له امله قرنطین شوي دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ټاکنو په ورځ له ۲۶زره ډېرې بایومټریک دستګاوې کارولې وې.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون د رایوو په تړاو د ثبات او همپالنې ډلې اندېښنو په ځواب کې وایي چې ددغه کمیسیون لپاره یوازې بایومټریک شوې رایې د منلو دي.

د ټاکنو د خپلواک کمیسیون غړی، محمد عبدالله وايي:«یوازې هغه رایې زموږ لپاره د باور وړ دي چې د رایې ورکوونکو لپاره د بایومټریک دستګاه کارول شوې وي.‎»

ددغه بنسټ معلوماتي بانک ته د بایومټریک دستګاوو د معلوماتو د لېږد لپاره د  انټرنټ د چټکتیا کموالی ددې لامل شوی دی چې دا کمیسیون له ټاکنیزو ډلو سره په همغږۍ د بایومټریک دستګاوو معلومات د حافظې د کارټ له لارې ددغه کمیسیون محمد عبدالله، معلوماتي بانک ته ولیږدوي‎.

له دې ټولو سره سره د ټاکنیزو ډلو څارونکي وایي چې دا بهیر په هغه شرط د منلو دی چې ددغه کمیسیون د معلوماتو بانک ته د معلوماتو د لیږدولو په بهیر کې ددغو ټاکنیزو ډلو څارونکي حضور ولري‎.

د دولت جوړوونکې ټاکنیزې ډلې څارونکی، عبدالقادر هوتخیل څرګندوي‎:«باید چې دا کار شفاف وي، پرته له دې چې په دې کار کې لاسوهنه وشي، باید سیستم ته د ننه شي او زموږ لپاره د منلو دي.‎»

د ثبات او همپالنې ډلې غړی، میلاد یوسف ابراهیم وايي:«‎موافق یوو، په دې شرط چې یو ناظر وي او دغه بهیر وڅاري.»

په داسې حال کې چې د کار د پڅوالي له امله د ټاکنو د خپلواک کمیسیون ځینوغړو ویلي وو چې ددغو ټاکنو لومړنۍ پایلې به د تلې میاشتې په ۲۷اعلان نه شي خو د دغه کمیسیون د دارالانشا رییس وایي چې دا پایلې به له وړاندې پر ټاکل شوي وخت اعلان شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشاء رییس، حبیب‌الرحمان ننګ وايي د ټاکنې پایلې به د مهال ویش سره سمې اعلان کړي:«موږ د ټاکنو پایلو اعلان لپاره د تلې ۲۷مه نېټې ته ژمن یوو.»

ټاکل شوې ده، د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پایلې تر شپږو نورو ورځو او وروستۍ پایلې یې د لړم په شپاړسمه اعلان شي.
 
شریک یي کړئ