Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له بایومېټریک دستګاوو د مالوماتو د لېږد د طریقې بدلون لپاره هڅې

یوه اوونۍ کېږي چې د وای فای له لارې، له بایومېټریک دستګاوو څخه د ټاکنو خپلواک کمېسیون مالوماتي مرکزي بانک ته د مالوماتو د لېږد بهیر د فني ستونزو له امله له بندون سره مخ شوی دی.

خو په هغې غونډه کې چې نن د ټاکنو خپلواک کمېسیون غړو او د ټاکنیزو ډلو ځینو غړو او څارونکو ترمنځ نن (شنبې، د تلې په ۲۰مه) سره لرله، پرېکړه وشوه ځو له دغو دستګاوو د مالوماتو د لېږد بهیر بدلون وکړي.

ټاکل شوې ده له دې وروسته، د دغو دستګاوو مالومات د دغې دستګاوو د حافظې کارټ له نصبولو سره د مالوماتو مرکزي بانک کمپيوټرونو ته ولېږدول شي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دارالانشا رییس حبیب‎الرحمان ننګ په دې اړه وویل:«موږ دې پرېکړې ته رسېدلي یوو چې لومړی د مالوماتو د لېږد دغه طریقه ازمایوو او وروسته ټولې رایې د مالوماتو مرکزي بانک ته لېږدوو.»

په دې لړ کې، له دا ټول طریقې سره د روڼتیا د څرنګوالي په اړه هم ځينې اندېښنې شته، چې ویل کېږي دا طریقه له ځان سره ډېر د ډېرو زیان منلو احتمال لري او خوندي نه دي. خو دا ټاکنه به له ځينو وارله مخې شرطونو سره عملي شي.

د اشرف غني ټاکنیزې ډلې څارونکی داوود سلطان زوی وايي:«د ازمایښتي پړاو له تېرولو وروسته، هغوی (ټاکنیز کمېسیونونه) په ځانګړې کړنلارې کار کوي چې د دغې پروسې (د مالوماتو د لېږد بهیر د بدلون) لپاره څه کړنلاره جوړه شي چې په هغه کې به د ټاکنیزو ډلو لیدلوري هم واخیستل شي.»

د عبدالله عبدالله د ټاکنیزې ډلې غړی نور رحمان احلاقي هم څرګنده کړه:«سیسټم باید د وای فای له حالته د کېبل حالت ته راشي، کمپیوټرونه باید په بشپړه توګه صاف وي او د لېږد هېڅ سیسټم په کې نه وي او همدارنګه د څارونکو تر نظر لاندې د لېږد (عامل) سیسټم نصب شي.»

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مالوماتو په مرکزي بانک کې د مالوماتو د ثبت بهیر په داسې حال کې له دغې ننګونې سره مخ شوی چې کابو اته ورځې د ټاکنو د لومړنیو پایلو اعلان ته پاتې دي.

شریک یي کړئ