Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

کورنیو چارو وزارت : ځينې جنایت کاره ډلې له ترهګرو سره همکاري لري

په کابل او د هېواد په ځینو نورو ښارونو کې د جنايي جرمونو پر زیاتوالي د نیوکو په لړ کې د کورنیو چارو وزارت وايي چې له روژې میاشتې راهیسې ځينو جنایت کارو شبکو له ترهګرو سره همکاري لرلې ده.

هدفي وژنې او ماین اېښودنې په ځانګړې توګه په کابل کې، هغه کړنې دی چې ځينو جنایت کارو ډلو، ترهګرو ډلو ته ترسره کړي دي.

ورته مهال، په څو وروستیو اوونیو کې یوازې په کابل کې څه باندې ۲۳۰ جنايي پېښې شوې دي.
 
عبدالحی احمدي چې د کابل اوسېدونکی دی، تر هغې وروسته کله چې څو ورځې مخکې وسله والو غلو د کابل په لوېدیځ کې د هغه پر هټۍ برید وکړ؛ اوس یوازې د ورځې لخوا د څو ساعتونو لپاره کار کوي.

هغه وايي:«دواړو یې له خپلو وسلو سره برید وکړ، موبایل، نغدې پیسېو د موبایل کارټونه، ټول یې راڅه یوړل.»

د کابل بل اوسېدونکی فضل احمد هم وايي:«وې ویل چې غله مه پرېږدئ! کله چې زه ووتم، ومې لیدل چې غله له سیمې وتښتېدل.»

بل کابل مېشتي جمشید هم وویل:«زموږ هټۍ اوس له یوې بجې تر څلورو پنځو بجو بندېږي.»

مرتضي صمیمي چې د مزارشریف ښار اوسېدونکی دی، د هغه څه په اړه کیسه کوي چې پرې تېر شوي دي:«موټر سایکل سپاره وسله وال وو، وې دروه او تومانچه یې زما پر سر کېښوده، په جېب کې مې دوه ټلېفونونه و، دواړه یې واخیستل.»

همدارنګه په خواله رسنیو کې داسې ویډیويي انځورونه خپاره شوي دي چې په هرات ښار کې د یوه موټر سایکل غلا کول په کې ښيي چې دا پېښه تېره شپه شوې وه.

د هرات اوسېدونکی محمد قاضي‌زاده وايي:«د دې شاهد یوو چې غله نیول کېږي؛ خو ځواکمن له لنډې مودې وروسته ازادېږي، ځواکمن بهر کېږي، که چېرې موټرسایکل پټوي، دا ځل موټر غلا کوي.»

د هرات اوسېدونکې فایزه ابراهیمي هم څرګندوي:«موږ هېڅ داسې غلا نه ده لیدلې چې دولت یوه اوونۍ وروسته ووايي چې یو غل نیولی دی او هماغه وسله، موټر یا موټرسایکل یا هم ټلېفون بېرته خپل څېښتن ته ورکړی وي.»

د یکشنبې په ورځ د کندوز امنیه قومندانۍ هم د انسان تښتونکو له منګلو د یوه ماشوم له ژغورنې خبر ورکړ.

په کندوز ښار کې سږ کال د جګړو له ډېروالي سربېره جنايي جرمونه هم د دغه ښار اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.

د تښتول شوي ماشوم پلار وايي:«ما ته زنګ راغلی چې زوی دې ما سره دی، د ازادولو لپاره یې، پنځه لکه افغانۍ باید راکړئ.»

خو په کندهار کې بیا وضعیت بل ډول دی. په دې ځای کې بیا موخه ییزې وژنې تر بلې هرې پېښې ډېرې دي.

د کندهار اوسېدونکی عبدالله وویل:«د هرې ورځې په لړ کې، بریدونه ترسره کېږي او خلک وژني.»

د کندهار بل اوسېدونکی اسماعیل هم وايي:«له خلکو موټرسایکل، موبایل او نور ځيزونه هم پټوي.»

کورنیو چارو وزارت وايي، موخه ییزې وژنې او ماین اېښودنې له هغو کارونو دي چې، په دې وروستیو میاشتو کې جنایت کاره ډلې له ترهګریزو ډلو سره په همکارۍ یې ترسره کوي.

د دغه وزارت په وینا په تېره یوه اوونۍ کې په ټول هېواد کې شاوخوا ۷۰۰ کسان د جنايي جرمونو د ترسره کولو په تور نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین څرګندوي:«یوازې په پلازمېنه کې ۲۱۱ تنه په بېلابېلو جرمونو کې د لاس لرلو په تور نیول شوي دي.»

خو په هېواد کې د وروستۍ اوونۍ په لړ کې د جنايي جرمونه کابو ۷۰۰ پېښې شوې دي چې یوازې ۲۳۰ یې په کابل کې ترسره شوي دي.

په هېواد کې د وروستۍ اوونۍ په لړ کې د جنايي جرمونه کابو ۷۰۰ پېښې شوې دي چې یوازې ۲۳۰ یې په کابل کې ترسره شوي دي.

شریک یي کړئ