Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د افغانستان،چین،پاکستان او تاجیکستان هوکړه

چین،پاکستان،تاجیکستان او افغانستان له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره یو بل ته لاسونه وکړي دي.

د چین په ارومچي ښار کې د څلور واړو هېوادونو د ملي پوځ د مشرانو په غونډه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د همکارۍ او همغږۍ په یوې څلور اړخیزې تګلارې هوکړه وشوه.

د افغانستان د ملي پوځ لوی درستیز جنرال قدم شاه شهیم،د پاکستان د ملي پوځ لوی درستیز جنرال راحیل شریف،د چین د مرکزي پوځي کمېسیون رئیس او د تاجیکستان د ملي دفاع وزارت لومړی مرستیال په دغې غونډه کې ګډون کړی وه.

هغوی هوکړه کړې ده چې په څلورو واړو هېوادونو کې د سولې او ټيکاو د رامنځته کولو لپاره یو ځای کار به وکړي.

په واقعیت کې دا د چین لومړنۍ هڅه ده چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په کار کې د سیمې هېوادونه بسیج کړي.

د ناستې برخه‎والو په یوه اواز سره هوکړه وکړه چې ترهګري او افراط پالنه د سیمې د ثبات په وړاندې جدي ګواښ دی او له دغو ګواښونو سره د مقابلې لپاره د څلورو واړو هېوادونو د پوځیانو هڅې یوه اړتیا ګڼي.

د دې ناستې د ګډې اعلامیې په یوه برخه کې راغلي: «ګډون کوونکو هوکړه وکړه چې د یوې څلور اړخیزې تګلارې په چوکاټ کې له ترهګرۍ سره د مبارزې په کار کې همکاري او همغږي، د وضعیت څېړل، د استخباراتي مالوماتو راکړه ورکړه، له ترهګرۍ سره د مبارزې د ظرفیتونو زیاتوالی، له ترهګرۍ سره د مبارزې او د دغو ځواکونو د روزنې د څرنګوالي په اړه ګډ روزنیز تمرینونه او همکارۍ د څلورو واړو هیوادونو ترمنځ پراخې شي.»

ظاهرا هغه څه چې د همغږۍ د دې ډلې د جوړېدو او څلوراړخیزو همکاریو لامل شوي د هېواد په شمال کې د ترهګرو ډلو د ګواښونو زیاتوالی دی.

د ترهګرو ډلو د فعالیتونو پراختیا په دې ورځو کې د منځنۍ اسیا هېوادونه سخت اندېښمن کړي دي لکه څنګه چې دغو هېوادونو له افغانستان سره په سرحدي سیمو کې خپل پوځیان زیات کړي دي، په اوسني وخت کې کابو ۲ زره روسي پوځیان هم د افغانستان او تاجکستان پولې ته نږدې ځای پرځای شوي دي.

چین هم له افغانستان سره په پوله ځانګړي تدابیر نیولي ترڅو دغه هېواد ته له افغانستان څخه د ترهګرو د ورتلو مخه ونیول شي.

چین،پاکستان،تاجیکستان او افغانستان له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره یو بل ته لاسونه وکړي دي.د چین په ا

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه