Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له ترکیې ۶زره ناقانونه افغان کډوال یستل شوي

د ترکیې حکومت له دې هېواد څخه ۶زره او ۸۴۶ ناقانونه افغان کډوال له دې هېواد څخه په وروستیو اوونیو کې یستلي دي او کابل ته راستانه شوي دي.

د ترکیې انادولو خبري آژانس خبر ورکړی چې د دې هېواد د کورنیو چارو وزارت دا افغانان په نهو پروازونو کې کابل ته رالیږلي دي.

د ترکیې د کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي:« وروسته له دې چې له ولایتونو څخه ناقانونه کډوال راویستل شول، نو دا لړۍ به په راتلونکو کلونو کې هم دوام ولري.» 

د افغان کډوالو لومړۍ ډله چې ۲۰۰ تنه وو د روانې زیږدیزې میاشتې په اتمه په یوه الوت کې د ترکیې ارزوم ښار څخه کابل ته رالېږدول شوي دي. داسې راپورونه شته چې له دې ښار څخه کابو ۳۰۰ کسان ویستل کېږي.

د ترکیې حکومت شمېرې ښیې چې یوازې په درېیو وروستیو میاشتو کې د ایران له لارې ۲۰ زره افغانان دې هېواد ته تللي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د ترکیې لومړي وزیر، بن علي یلدرم کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې چې د اپریل میاشتې په اتمه وویل چې د کورنیو چارو وزارت یې د غیرقانوني افغان کډوالو مخنیوي لپاره ګټور پروګرام لري.

ترکي چارواکو تر اوسه له دې هېواد څخه کابو ۶ زره افغان ناقانونه کډوال بېرته راستانه کړي دي او لا هم دا بهیر دوام لري

شریک یي کړئ