Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له خونړیو بریدونو وروسته، د کابل د امنیتي خوندیتوب لپاره طرحه

د کابل ښار په امنیتي طرحه کې پر څه باندې سلو فرعي لارو او  په ښار کې  د  کشفي او استخباراتي فعالیتونو پر زیاتولو ډېره پاملرنه شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت وایي، په دغه امنیتي طرحه کې ۷ لومړیتوبونه په پام کې نیول شوي چې له ۵۲ محرمو مواردو سره په درېیو پړاونو کې عملي کېږي.

دغه طرحه د ولسمشر لخوا په اصولو کې تایید شوې او ټاکل شوې ده چې تر راتلونکې یوې اوونۍ پورې عملي شي.

په دې اړه افغان ولسمشر اشرف غني څرګنده کړه:«د کابل شریفو خلکو ته خبر ورکړئ چې تېره ورځ امنیتي پلان چمتو شوی او د دوه اوونیو په اوږدو کې به عملي شي.»

په کابل ښار کې له خونړیو او پرله‎پسې بریدونو وروسته امنیتي ادارو د دغه ښار د امنیتي خوندیتوب طرحه برابره کړې ده.

د دې طرحې لومړیتوب سلو فرعي لارو ته پاملرنه ده چې د کابل شاوخوا سیمې له ښار سره نښلوي.

دغو لارو ته له دقیقې پاملرنې وروسته به افغان ځواکونه دننه په ښار کې د تر ګواښ لاندې سیمو پلټنه وکړي او دا بهیر به په ټول ښار کې پراخ شي.

دا طرحه ۹۲ برخې لري چې ډېری برخې یې د امنیتي ادارو لخوا محرمې بلل کېږي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي په دې اړه وویل:«د کشف او استخباراتو او ټولو هغو لارو په اړه چې کابل ته راغلي در یوه اوپراتیفي پلان لاندې راځي او دا یوه جامع طرحه ده.»

بل خوا افغان ولسمشر اشرف غني په کابل کې پر ۱۱۱ فرقې د برید په غبرګون کې د دوو جنرالانو په ګډون ۷ پوځي چارواکي له دندې ګوښه کړل.

د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري په دې اړه په ډاګه کړه:«د ۱۱۱ مې فرقې د لومړۍ لوا قومندان برید جنرال خټګر له دندې ګوښه کړل شوی عدلي او قضايي بنسټونو ته معرفي شوی، او همدارنګه د ۱۱۱ فرقې د لومړۍ لوا د ارکان رییس جنرال غیور هم له دندې لیرې، عدلي او قضايي بنسټونو ته معرفي شوی دی.»

د دې طرحې په عملي کولو کې د ملي دفاع وزارت، کورنیو چارو وزارت او د ملي امنیت عمومي ریاست یو شان ونډه لري.

د اجرايي ریاست د ویاند مرستیال جاوېد فیصل په دې اړه څرګنده کړه:«دا طرحه د کابل د امنیت لپاره ډېره ګټوره ده او وضعیت به ورسره ښه شي.»

د ننه په کابل ښار کې د ترهګریزو بریدونو د زیاتوالي اساسي لامل د کشفي او استخباراتي ادارو  ناغېړي بلل کېږي، خو ورسره جوخت په پوځي بنسټونو کې د اداري فساد پر ضد د جدي مبارزې ټینګار هم کېږي.

پخوانی پوځي میاګل خالد وویل:«د کابل دروازې باید په دقیقه توګه وڅېړل شي، د فساد په برخه کې باید جدي مبارزه د کابل ښار د امنیتي کارونو لپاره باید وړ او د اعتماد وکړ کسان وګمارل شي.»

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون رییس میرداد نجرابي هم وايي:«اړین کار چې باید وشي د کشف او استخباراتو په برخه کې دې جدي پاملرنه وشي ځکه چې کابل د کشف او استخباراتو د کم فعالیت له امله ډېر زیان لیدلی دی.»

د عامې روغتیا وزارت او امنیتي بنسټونو د شمېرو له مخې په کابل کې د دوو وروستیو بریدونو په پایله کې کابو ۸۰۰ تنه مړه او ټپيان شوي دي.

ویل کېږي چې دا طرحه ۹۲ برخې لري چې ډېری برخې یې د امنیتي ادارو لخوا محرمې بلل کېږي. د دې طرحې لومړیتوب سلو فرعي لارو ته پاملرنه ده چې د کابل شاوخوا سیمې له ښار سره نښلوي.

شریک یي کړئ