Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له دوه کاله ناامنۍ وروسته، د فراه ښار امنیتي وضعیت ښه والی

د فراه ولایت ځينې اوسېدونکي وايي چې فراه ښار کې امنیتي وضعیت ښه شوی او هغوی له دغه وضعیته خوشحاله دي.

د جګړه ځپلي فراه ښار اوسېدونکي څو اوونۍ کېږي چې نسبي ارامي تجربه کوي. د دغه ښار اوسېدونکی وايي په تېرو څو اوونیو کې په دغه ښار کې امنیتي وضعیت ښه شوی او پر فراه ښار د طالبانو د بیا برید ویره یې له سره وتې ده.

دوی له امنیتي بنسټونو غواړي چې د فراه د امنیتي وضعیت د ښه‎والي لپاره خپل عملیات کلیو او ولسوالیو ته پراخ کړي.

د فراه اوسېدونکی نقیب الله په دې اړه وویل:«له څو میاشتو راهیسې، په فراه ښار کې امنیت وضعیت ښه‎شوی امنیتي ځواکونه هڅه وکړه چې امنیت ټینګ کړي، خو موږ غواړو چې خپلې هڅې زیاتې کړي څو په فراه ولایت کې وضعیت لا ښه شي.»

د فراه اوسېدونکی عبدالستار هم څرګندوي:«اوس په فراه کې امنیتي وضعیت ښه شوی، په تېرو کې ترور ډېر و، خو اوس ښه شوی.»

له دې سره سم، د فراه امنیتي مسوولین وايي طالبانو د فراه ښار په ځینو سیمو کې پټن‎ځایونه درلودل او له هغو ځایونو یې پر خلکو او افغان ځواکونو د بریدونو لپاره تابیا نیوله. دوی همداراز ټینګار کوي چې، د فراه ښار ټولې سیمې او دغه ښار ته نږدې کلي یې د دولت د وسله ‎والو مخالفینو له شتونه پاک کړي دي.

د فراه سیمه‎ ییز مسوولین څرګندوي چې په تېرو دوو کلونو کې پر فراه ښار د طالبانو د بریدونو له زیاتوالي سره ډېری پانګوال او سوداګر له دغه ولایته وتي دي. د فراه د څارګرې ملي ادارې مشر د فراه امنیتي وضعیت له ښه والي خبر ورکوي او له فراهي پانګوالو غواړي چې، له دغه ښاره خپلې پانګې ونه باسي.

د فراه د څارګرې ملي ادارې مشر صمد شمس وايي:«له فراه څخه نورو ولایتونو ته خپله پانګه ونه لېږدوي، تر هغې چې په بدن کې مو یو څاڅکی وینه وي، له تاسو ستاتنه کوو.»

د فراه د امنیه قومندانۍ ویاند محب‎الله محب هم وویل:«له دوه میاشتو په لږ وخت، ۱۱۶ کړۍ بېلابېل ماینونه، د فراه ولایت له بېلابېلو برخو کشف او شنډ کړل شوي دي.»

په ورته وخت کې د فراه ولایتي شورا په فراه ښار او ولسوالیو کې د چاڼیزو عملیاتو د ترسره کېدو غوښتونکې ده. د دغې شورا ځینې غړي وايي د دغه ولایت په ډېریو ولسوالیو کې طالبان لوی او ستر پټن‎ځایونه لري او د دغه ولایت د خوندیتابه لپاره باید د دوی دغه پټن‎ځایونه له‎منځه یوړل شي.

په تېرو دوو کلونو کې پر فراه ښار څو ځلي طالبانو ډله‎ییز بریدونه کړي. د دغه ښار ځینې سیمې دوه ځلي د طالبانو له لوري نیول شوي هم دي. د دغه ښار ډېری اوسېدونکي د جګړو له ویرې خپلې مینې پرې ايښي او ګاونډیو ولایتونو ته کډه شوي دي؛ خو اوس د فراه امنیتي مسوولین څرګندوي چې د فراه امنیتي وضعیت اوس عادي حالت ته ګرځېدلی دی.

په تېرو دوو کلونو کې پر فراه ښار څو ځلي طالبانو ډله‎ییز بریدونه کړي. د دغه ښار ځینې سیمې دوه ځلي د طالبانو له لوري نیول شوي هم دي.

شریک یي کړئ