Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له سترو پروژو د ملاتړ ژمنه او د طالبانو پر دغې ژمنې د حکومت شک

طالبانو په هېواد کې د لویو اقتصادي پروژو څخه د خپل ملاتړ اعلان کړ. د طالبانو له لوري په خپره شوی خبرپاڼه کې راغلي دي، چې دوی به نه یوازی د لویو اقتصادي پروژو لکه تاپي ، کاسا زر ،د اورګاډي پټلۍ او په لوګرکې د مس عینکو کان را ایستل ته زیان به ونه رسوي، بلکي له دې پروژو څخه به ساتنه کوي.

د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي دي:« طالبان د افغانستان د نیواک د پای ته رسولو او د خلکو د روا غوښتنو د منلو لپاره مبارزه کوي، ملي پروژې د خلکو په ګټه دي او د هېواد د پرمختګ لامل کېږي، له همدې امله موږ نه یوازې د کاسا زر، د لویو لارو، اورګاډو د لارې او د برېښنا د بندونو په شان لویو پروژو له پلي کېدو ملاتړ کوو بلکې د دغو پروژو ساتنه هم کوي.»

خو حکومت د طالبانو دغه څرګندونۍ غولوونکي بولي او ټینګار کوي چې په وروستیو میاشتو کې دغې ډلې د خلکو شتمینو او عامه تأسیساتو ته ډېر زیانونه رسولي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په دې اړه وویل:«له خواشینۍ سره تراوسه د افغانستان د پرمختګ پر وړاندې ستر خنډ طالبان وو په څو وروستیو میاشتو کې یې عامه شتمنیو ته یې کابو دوه مېلیارده افغانۍ زیان رسولی.موږ په عمل کې داسې څه نه دي دلیدي چې دوی دې افغانستان او خلکو ته یې زیان نه وي رسولی. »

له بلخوا د اوبو او برېښنا وزارت وايي د طالبان د اقتصادي پروژو په وړاندې خنډونه نه‎شي جوړولای.

د اوبو او انرژۍ وزارت فني مرستیال امان‎الدین غالب وویل:«که‎چېرې برېښنا له یوې خوا پرې شي،له بلې لارې نښلول کېږي.له دې امله دوی خپله تګلاره بدله کړې ده چې ګټه نه‎لري.»

د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان وايي چې حکومت دې د طالبانو پر دغو خبرو دوکه نه‎شي.

د کابل پوهنتون استاد سید مسعود داسې وايي:«چا ته باج ورکول په دې مانا دي چې له سیاسي پلوه د هغوی ځواک تأییدوي»

له دې مخکې ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي وو طالبانو په تېرو جګړو کې په هېواد کې عامه شتمنیو ته د دوه میلیارد ډالرو په ارزښت زیان رسولی دی.

شریک یي کړئ