Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له طالبانو د بهارک پاکېدل او نسي ولسوالۍ ته د دغې ډلې ګواښ

د بدخشان ولایت د نسي ولسوال، ابراهیم قیومي طلوع‎نیوز وايي، وسله‎وال طالبان د یادې ولسوالۍ مرکز دوه کیلومټرۍ ته رسېدلي دي.

ښاغلی قیومي یک‎شنبې(د تلې په ۱۴مه) زیاتوي چې یاده موضوع یې په وار وار سره له امنیتي او مرکزي حکومت چارواکو سره شریکه کړې ده، خو تر اوسه پورې پام نه دی شوی.

دی خبرداری ورکوي چې کې امنیتي حالت ته ژر تر ژره پام ونشي، نو ښایې چې نسي ولسوالۍ د طالبانو لاسته ولوېږي.

د نسي ولسوال وايي چې اوسمهال ډېر شمېر طالبان د دغې ولسوالۍ په یو شمېر سیمو کې مېښت شوي دي.

په همدې حال کې د دفاع وزارت وایي، د تخار بهارک ولسوالۍ یې په بشپړه توګه د طالبانو له شتون پاکه کړه.

د دفاع وزارت یوه خبرپاڼه وایي، دا څو ورځې په بهارک ولسوالۍ کې د ګډو ځواکونو چاڼیز عملیات روان وو چې نتیجه کې یې، دا ولسوالي د طالبانو له موجودیت پاکه شوه.

خبرپاڼه کې زیاته شوې دې عملیاتو کې ۸۹ تنه طالبان وژل شوي او ۶۷ نور ټپیان دي.

بل لور د تخار والي وایي، بهارک او خواجه غار ولسوالیو او تالقان ښار کې شوي عملیات د افغان ځواکونو په ګټه دي.

په داسې حال کې چې د هېواد ملي دفاع وزارت له وسله والو طالبانو د تخار بهارک ولسوالۍ له پاکېدو خبر ورکوي، خو د بدخشان ولایت د نسي ولسوال بیا دغې ولسوالۍ ته د طالبانو له نېږدې کېدو خبر ورکوي

شریک یي کړئ