Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له طالبانو سره د امریکا پر خبرو د راین کراکر نیوکې

افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر راین کراکر وایي، په قطر کې د امریکا او طالبانو د استازو لیدنه د دې لامل کېږي چې د افغانستان د حکومت مشروعیت راټیټ شي.

کراکر د امریکا ملي راډیو سره مرکه کې ویلي، چې دامریکا او طالبانو ترمنځ د میاشت وړاندې غونډه کې د افغانستان د حکومت استازی نه وه.

په داسې حال کې چې په افغانستان کې په دې ورځو کې د ټاکنو ترسره کیدل توده موضوع ده، له هیواده بهر د واشنګټن او طالبانو ترمنځ تماسونه تر ډیره خپریږي.

خو هغه څه چې په دغو خبرو کې د افغان حکومت د رول نه لرل بلل کیږي یو لړ غبرګونونه یې راپارولي دي.

لکه څنګه چې په افغانستان کې د امریکا پخوانی سفیر راین کراکر هم دې ټکي ته اشاره کوي.

افغانستان کې د امریکا متحده ایالاتونو پخوانی سفیر، راین کراکر څرګندوي:«دا خبرې ظاهرا د افغان حکومت له ګډونه پرته ترسره شوې، دا یوه لویه معامله ده، ځکه طالبانو له ډیرې مودې راهیسې پر دې خبره ټینګار درلود چې دوي له موږ سره خبرو ته چمتو دي، خو دوي افغان حکومت ته د غیرمشروع اصطلاح کاروي او له دغه حکومت سره خبرو ته حاضر نه دي، دوي هغه څه ته رسیدلي چې غوښتل یې او دا کار به د افغان حکومت د لازیات نامشروع کیدو لامل شي، فکر نه کوم چې د امریکا دا تصمیم داسې پایله ولري چې د افغان حکومت لپاره ښه وي.»

کابل هغه پایلې چې د واشنګټن او طالبانو ترمنځ له تماسونو ترلاسه کیږي د ځان په ګټه بولي.

دا هغه څه دي چې له دې مخکې د ملي یووالي حکومت له نورو هیوادونو او سازمانونو یې تمه لرله.

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وايي:« دا اړیکې مخکې هم وې او په دې وروستیو کې هم اړیکې نیول شوې دي، د افغانستان حکومت په بشپړه توګه په جریان کې دی. دا خبرې اترې له طالبانو سره د افغانستان حکومت د مخامخ خبرو اترو زمینه برابروي.»

کابل کې د اسلامي همکاریو بنسټ دایمي استازی او سفیر، حسین افني بوتسالی وايي:«زه هیله من یم چې په راتلونکو میاشتو کې له عمومي سیاسي او اقتصادي وضعیت او همداراز پرمختګونو د اسلامي هیوادونو د همکارۍ سازمان د ملاتړ په برخه کې پرمختګونه رامنځته شي.»

د هغو رپوټونو له مخې چې تراوسه د واشنګټن او طالبانو ترمنځ خبرو په اړه ورکړل شوي، د دغو خبرو لومړی پړاو د روان میلادي کال د جولاي په وروستۍ اونۍ کې په قطر کې ترسره شو، د خبرو ددغه پړاو مشري د واشنګټن لخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې الیس ویلز او د طالبانو لخوا په قطر کې د دې ډلې د سیاسي دفتر د مسوول ملاشیرمحمدعباس ستانکزي پرغاړه وه.

په دغو رپوټونو کې په دې کتنو کې د پنتاګون او سي آي اې د استازو د ګډون یادونه هم شوې ده.

د سیاسي چارو کارپوه، نظر محمد مطمین وایی:« یوازې پر باور جوړونې او راتلونکې ناستې په اړه خبرې شوې دي. ښایې تر لوی اختر وروسته پر اساسي موضوعاتو هم خبرې وشي.‎»

تراوسه طالبانو په رسمي توګه په قطر کې له امریکایانو سره د دې ډلې د استازو د تماسونو په اړه رپوټونه په رسمي توګه نه دي تائید کړي.

خو په ځینو رپوټونو کې د دغې ډلې د یو شمېر غړو له خولې ویل شوي امریکايي چارواکو په تېرو میاشتو کې آن څو ځله په قطر کې د دوی په سیاسي دفتر کې د نوموړې ډلې له غړو سره کتنې او خبرې کړې دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د حکومت اجراییه رییس عبدالله عبدالله وایي، د افغانستان حکومت د امریکا او طالبانو په وروستۍ غونډه ښه خبر دی او د دې اړیکو اصلي موخه داده چې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو ته اسانتیا برابره شي

شریک یي کړئ