Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له طالبانو سره د حکومت اوربند د اختر له څلورمه تمدیدېږي

ولسمشر غني په یوې ټلوېزیوني وینا کې اعلان وکړ چې د حکومت او طالبانو ترمنځ لنډمهاله اوربند د اختر له څلورمې تمدیېږي.

ولسمشر وویل چې له طالبانو سره د حکومت لنډمهاله اوربند د خلکو له تودهرکلي سره مخ شوی له همدې امله امنیتي ځواکونو ته د اوربند د غځولو حکم کړی دی.

ښاغلي غني د غځول شوي اوربند د وخت په اړه څه ونه ویل.

ولسمشر زیاته کړه:«امنیتي او دفاعي ځواکونو ته حکم کوم چې اوربند دې د احتر له څلورمې تمدید کړي. د تمدید شوي اوربند جزییات به ډېر ژر له خلکو سره شریک شي. خو د هېواد په ګوټ ګوټ کې وسله‎والو ځواکونو ته لارښونه کېږي ترڅو د هر ټول برید او یرغل په وړاندې د خلکو د امنیت د تامین او له هېواده د دفاع په پار هر اړخیز چمتووالی ولري.»

ولسمشر غني وايي چې د تېرې ورځې امنیتي رپوټ یې مطالعه کړ او وې موندله چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې ارامي ده.

د هغه په وینا د اوربند د ډیوالۍ په اړه د ډېرو سیاستوالو او شنوونکو فرضیې غلطې ثابتې شوې او نور په هېواد کې جګړه له سیاسي او دینې اړخه هېڅ توجهې نه لري.

ولسمشر غني همدارنګه وايي چې له طالبانو سره د هرکلي لپاره، ۴۶ تنه بندي طالبان ازاد شوي که‎چېرې د طالبانو مشران هم مثبت غبرګون وښيي، د دغې ډلې ډېر بندیان به ازاد کړل شي.

دا په داسې حال کې ده چې د حکومت اوسنی اوربند د اختر په پنځمه او د طالبانو د اختر په درېیمه پای ته رسېږي.

شریک یي کړئ