Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له طالبانو سره د سولي خبرو د بندون د ماتې په اړه د ارګ هیلې

د هېواد په ځينو برخو د طالبانو د بریدونو له زیاتوالي او په دغو بریدونو کې د ۹۰ تنه سرتېرو له وژل کېدو سره جوخت، ولسمشرۍ ماڼۍ هیله لري چې د طالبانو په منځ کې سولې ته لېوالتیا له هر بل وخت څخه زیاته شوې ده.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي وايي، د طالبانو جنګي ماشین د پخوا په څېر هغسې توند نه تاوېږي، بلکې د جګړې په ډګر کې یو شمېر طالب قومندانانو اوس د سولې لار غوره بولي.

ښاغلي مرتضوي په دې اړه وویل:«په تېر کې حتا پاکستانیانو ویل چې سیاسي مشران د خبرو اترو لپاره چمتو دي خو پوځي چارواکي نه دي. خو د طالبانو د جګړې ماشین، اوس د دې اعلان کوي چې له جګړې ستومانه شوی او هغوی خبرو اترو ته چمتو دي دا په خپله هغه بنسټيز بدلون دی.»

که څه هم طالبانو رسماً افغان حکومت سره خبرو ته د حاضرېدو کوم شین څراخ نه دی ښودلی، خو افغان حکومت وايي، د اختر په ورځو کې ښارونو ته د طالبانو یو لوی شمېر راغلیو جنګیالیو سیمه‎ییزو دولتي چارواکو ته ویلي چې نور یې د جګړې غځولو ته زړه نه دی.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي زیاتوي:«ډېر ژر تاسې په بېلابېلو ولایتونو کې، ښايي د طالبانو له خوا د ځينو اقداماتو شاهد وئ چې هغوی به په خپله اقدام وکړي د دې لپاره په هغو برخو کې چې دي څه ډول له جګړې لاس واخلي.»

بلخوا د ناټو سرمنشي وايي، دا سازمان به په افغانستان کې پاتې شي او طالبان باید پوه شي چې د جګړې له لارې به هېڅ بریا ته ونه رسېږي، بلکې حل لاره یوازې د خبرو مېز ته کېناستل دي.

د ناټو سرمنشي ینس استولتنبرگ دبیرکل په دې اړه څرګنده کړه:«زموږ موخه د افغانستان پرېښودل نه دي، سولې ته د افغانستان د رسولو لپاره به دلته پاتې شو، طالبان باید پوه شي چې جګړه کې نه شي بریالي کېدای، ځکه خو موږ پاتې کېږو ترڅو وښایوو چې هغوی جګړه کې نه شي کامیابېدای، موږ افغان ځواکونو ته روزنه او مشورې ورکوو، د هغوی مالي ملاتړ کوو، تر څو طالبان پوه شي چې د جګړې په ځای به د سولې د خبرو اترو پر مېز زیاتې لاسته‎راوړنې ولري.»

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت یو لوړپوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط رسنیو ته ویلي، د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو اترو خنډونه له منځه تللي او ډېر ژر به یو نامالوم ځای کې مذاکرات پیل شي.

د سولې عالي شورا غړی عبدالرحیم بیک وايي:«په دغه بهیر کې، پاکستانیان، چینايي او امریکایان هڅه کوي  چې د سولې خبرې اترې ژر تر ژره پیل شي، خو پیلامه له یوه اوربند سره.»

هېره دې نه وي چې د طالالبانو د درې ورځني اوربند له پای ته رسېدو سره سم د افغانستان یو لوړ رتبه امنیتي پلاوی اسلام  اباد ته تللی او له پاکستاني چارواکو سره تر خبرو وروسته د ولسمشر د ملي امنیت مشاور محمد حنیف اتمر هماغسې تاشکند ته هم ولاړ.

په همدې حال کې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې تاشکند د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې خبرو اترو کوربه توب ته چمتو دی.

په همدې حال کې، د کعبې امام د افغانستان د جګړې له ښکېلو خواوو غوښتي ترڅو خپل اختلافونه د خبرو اترو له لارې حل کړي او له جګړې لاس واخلي.

شریک یي کړئ