Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'له طالبانو سره مو هوکړه کړې چې د یو بل پر ضد به اقدام نه کوو'

ولسمشرۍ ټاکنو ته نوماند او د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي چې له طالبانو سره یې ځينې هوکړې کړې دي چې د هغه پر بنسټ به دواړه لوري د یو بل پر ضد منفي تبلیغات او د دښمنۍ اقدام به نه کوي.

ښاغلي حکمتیار د شنبې پر شپه (د وږي په ۲۳ مه) له طلوع نیوز سره په یوې ځانګړې مرکه کې وویل چې له طالبانو سره د هوکړې پر مهال افغان حکومت حضور نه درلود.

هغه زیاته کړه:«د حزب اسلامي او طالبانو ترمنځ مذاکرات شوي؛ هغه هم په ډېره فضا کې... له حکومت پرته او له لاسته راوړونو سره. ځينې هوکړې دا دي چې له دې وروسته د یو بل پر ضد به منفي تبلیغات نه کوو او نه هم د دښمنۍ اقدام کړو، د هېواد د ازادۍ لپاره په ګډه کار وکړو، له دغه دردناکه وضعیت څخه د خلکو ژغورل، د جګړې پای، د سولې ټينګښت، راتلوونکی نظام، حکومت، په دې اړه هم همکاري ولرو.» 

ولسمشرۍ ټاکنو ته دغه نوماند ټينګار کوي چې امریکا او طالبان، له خبرو پرته بله لار نه‎لري او دواړه لوري به بالاخره د خبرو مېز ته راستانه شي. د امریکا ولسمشر کابل کې د طالبانو د یوه ځانمرګي برید کې د یوه امریکايي سرتېري د وژل کېدو په لړ کې تېره اوونۍ له طالبانو سره د سولې خبرې اترې ودرولې.

له دې تولو سره، حکمتیار وویل چې د امریکا حضور باید په افغانستان کې پای ته ورسېږي او همدارنګه هغه نظام چې په ۲۰۰۱ز کال کې بن کې جوړ شوی له‎منځه ولاړ شي.

ښاغلي حکمتیار د پاکستان په اړه هم نوې څرګندونې مطرح کړې. هغه د افغان حکومت او د افغانستان د خلکو پر خلاف د پاکستان مدرسې د ترهګرو د روزنې مرکز نه ګڼي. هغه باور نه لري چې د پاکستان په مدرسو کې دې ترهګر وروزل شي.

هغه په دې اړه څرګنده کړه:«د پاکستان په مدرسو کې د ترهګرو د روزلو په اړه تبلیغات د هغو کسانو له خوا مطرح کېږي چې له مدرسو سره مخالف دي.» 

خو ګلبدین حکمتیار وویل چې طالبانو په پاکستان کې رامنځته او د دغه هېواد له ملاتړه برخمن دي. د هغه په وینا، طالبان اوس نور ادرسونه پیدا کړي او تر ډېره پر پاکستان پورې تړلی نه دی.

ولسمشرۍ ټاکنو ته دغه نوماند د خپلو څرګندونو په بله برخه کې د ښځو په اړه هم وینا وکړه. چې د ولسمشرۍ ټاکنو د بریالیتوب پرمهال، د نرینه‎وو په اړه د ښځو ونډه به ډېره وي، خو ټینګار یې وکړ چې ښځې نه‎شي کولای ولسمشرې شي.

حکمتیار د هېواد د نامتو سندرغاړې نغمې د دې پوښتنې په ځواب کې چې هغه کولای شي د دغه د ولسمشرۍ ریاست په پېءر کې په غازي سټډیوم کې سندرې وبولي:«په لمړي سره کې اجازه راکړئ چې لومړی پوځي نظام رامنځته شي او له هغې وروسته به تاسې دا ونه غواړئ چې په سټډیوم کې کنسرټ ترسره کړئ... ښآيي وایاست چې موږ سنګر ته ولېږدوي.» 

ګلبدین حکمتیار چې څو کاله مخکې د افغان حکومت په وړندې جنګېده، وویل چې لا هم افغانستان د پردیو په واک کې دي. حکمتیار، زیاته کړه؛ چې د ورځې کابو درې سوه تنه امنیتي ځواکونه وژل کېږي.

هغه همدارنګه زیاته کړه که‎چېرې باصلاحیت، خپلواکه محکمه جوړه شي، حاضر دی د تېرو کړنو په اړه ځواب ورکړي.

حکمتیار زیاته کړه چې د افغانستان په کورنیو جګړو کې جنګي جنایتونه ترسره شوي او لاهم هره ورځ دا جنایتونه ترسره کېږي. هغه ټینګار وکړ چې باید یوه واک لرونکې او خپلواکه محکمه دا جنایتونه وڅېړي، نه نړیواله محکمه.

له ښاغلي حکمتیار څخه د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه هم وپوښتل شول. هغه وویل چې هېڅکله باور نه لري چې د تلې په شپږمه ولسمشرۍ ټاکنې دې رڼې ترسره شي.

هغه زیاته کړه، که‎چېرې درغلي ونه‎شي، اشرف غني په ولسمشرۍ ټاکنو کې د بریا چانس نه‎لري.

ګلبدین حکمتیار وویل که‎چېرې باصلاحیت، خپلواکه محکمه جوړه شي، حاضر دی د تېرو کړنو په اړه ځواب ورکړي.

شریک یي کړئ