Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له طالبانو سره نښته کې ۴ افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی

کاپیسا ولایت کې له طالبانو سره نښته کې ۴  افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی او ۱۱ نور ټپیان دي.

د یاد ولایت سیمه ییز مسوولین نن(دوشنبې د غبرګولي په ۲۶مه نېټه) وايي چې نښته کې ۱۱ طالب وسله وال هم وژل شوي او ۱۸ نور ټپیان شوي دي.

د کاپیسا ولایتي شورا رییس، محمدحسین سنجني څرګندوي چې نښته تېره شپه په تګاب ولسوالۍ کې هغه مهال شوې چې طالبانو د سیمه ییزو پولیسو پر پوستو بریدونه وکړل.

هغه همداراز وايي چې طالبان توانیدلي له برید سره د سیمه ییزو پولیسو ۱۲ پوستې وپرځوي او لا هم د دواړو لورو ترمنځ نښتې روانې دي.

ښاغلی سنجني وايي چې طالبان د تګاب ولسوالۍ مرکز ته لس کلیو متره نېږدې شوي وو، خو له سختې نښتې وروسته بېرته پنځه کیلو متره په شا شوي دي.

تر اوسه سیمه ییزو چارواکو او طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د کورنیو چار وزارت وویل، یوې وروستۍ اوونۍ کې ۱۷۱ دولتي ځواکونه له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوي او ۲۵۰ تنه نور ټپيان شوي دي.

یاد وزارت زیاته کړه چې د دغې اوونۍ په اږدو کې طالبانو د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې ۲۲۲ بریدونه کړي دي.

د امنیتي ځواکونو د شمېرو له مخې له طالبانو سره د امریکا متحده ایالتونو له هوکړه لیک وروسته؛ دې ډلې د هېواد په ځینو برخو کې د ځانمرګو بریدونو په ګډون څه باندې ۳۵۰۰ پوځي تحرکات کړي دي؛ د هېواد د ملي امنیت شورا دا کار د تاوتریخوالي د کمولو پر وړاندې د دې ډلې د ژمنې ماتول بولي.

خو ځينې پخواني پوځیان په دې باور دي چې امنیتي ادارې د طالبانو د یرغلي بریدونو پر وړاندې اغېزناک پروګرامونه نه لري.

د ملي امنیت شورا دغه راز په وروستیو دوو اوونیو کې د طالبانو په بریدونو کې د ۸۹ ملکي وګړو د وژل کېدو او د ۱۵۰ نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی؛ خو طالبان دا ادعا ردوي.

شریک یي کړئ