Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له عبدالله سره د سیاستوالو غونډه؛ نوی حکومت دې جوړ شي

له اجراییه رییس عبدالله عبدالله سره د ځينو ګوندونو مشرانو او سیاسي څېرو له غونډې یوه ورځ وروسته، هغوی نن (شنبې، د کب په ۳مه) په یوې شپږ ماده ییزه اعلامیه کې وايي چې د ټاکنو پایلې د منلو وړ نه دي او باید یو «ټول ګډونه» حکومت جوړ شي.

دغه سیاستوالان، له سیمه ییزو او نړیوالو هېوادونو هم غوښتي د هغو ټاکنو له پایلو چې د هغوی په وینا تقلبي دي، ملاتړ ونه کړي.

د هغوی اعلامیې په بله برخه کې راغلي دي چې پایلې ته د سولې بهیر د رسېدو لپاره باید د افغانانو ترمنځ خبرې پیل شي.

په دغې غونډه کې چې تېره ورځ (جمعه د کب ۲مه) کابل کې جوړه شوې وه، اجراییه رییس عبدالله عبدلله، مخکني ولسمشر حامد کرزي، د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، د اجراییه رییس دویم مرستیال محمد محقق، د سولې عالي شورا رییس کریم خلیلي، د بهرنیو چارو پخواني وزیر صلاح الدین رباني، د ولسي جرګې غړی او د جنرال عبدالرشید دوستم زوی باتور دوستم او انوارالحق احدي حضور درلود.

دا غونډه د عبدالله عبدالله له خوا د ټاکنو د پایلو د نه منلو په لړ کې تېره ورځ جوړه شوه، کریم خلیلي وویل چې د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ثبات او همپالنې ټاکنیزه ډله او سیاستوالان د نوي حکومت د کابینې لپاره د سلامشورې په حال کې دي.

عبدالله د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو له اعلان څو ساعته وروسته، وویل چې په خپله یو «ټول ګډونه» حکومت جوړوي. د هغه په وینا، د ټاکنو کمېسیون تر سیاسي او مالي فشارونو لاندې، د ولسمشرۍ ټاکنو پایلې د اشرف غني په ګټه اعلان کړې دي.

دا په داسې حال کې ده چې نن د ښاغلي عبدالله ټاکنیزې ډلې د سرپل ولایت لپاره سرپرست والي معرفي کړ او د پنچشېر والي هم له عبدالله څخه خپل ملاتړ اعلان کړ او زیاته یې کړه چې نور په دغه ولایت کې د ولسمشر غني فرمانونه نه عملي کېږي.   

دا په داسې حال کې ده چې نن د ښاغلي عبدالله ټاکنیزې ډلې د سرپل ولایت لپاره سرپرست والي معرفي کړ.

شریک یي کړئ