Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له عبدالله عبدالله سره د حامد کرزي او عبدرب الرسول سیاف لیدنه

پخواني ولسمشر حامد کرزي او جهادي مشر عبدرب الرسول سیاف نن سهار  (دوشنبې د کب په ۱۲مه) د هېواد له اجرايي رییس عبدالله عبدالله سره په سپیدار ماڼۍ کې ولیدل.

اجراییه ریاست وایي په دغه کتنه کې له طالبانو سره د سولې هوکړې او د هغې د عملي کېدو د لارو چارو او همداراز د ولسمشرۍ ټاکنو د پایلو د اعلان له امله رامنځته شویو جنجالونو په اړه بحث وشو.

بلخوا اجراییه ریاست وايي چې عبدالله عبدالله او هغه ته نږدې څېرو، هغه کسان چې ټاکل شوې د افغانانو ترمنځ خبرو کې ګډون وکړي مشخص کړي دي.

د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم په دې اړه وویل:«اجراییه ریاست او د ثبات او همپالنې ډلې د افغانستان له ځينو مشرانو او د سیاسي ګوندونو له رهبرانو سره په مشورې یو نوملړ وروستی کړی او موږ هیله لرو چې د ارګ لوری د ملي یووالي حکومت د یوې برخې په توګه هغه هم ګډون ولري.»

په دې لړ کې ځينې ګوندونه پر ولسمشرۍ ماڼۍ په نیوکې سره وايي د یوه ټول ګډونه پلاوي د جوړولو لپاره تراوسه له دوی سره مشوره نه ده شوې.

د ملي جنبش ګوند مرستیال عبدالله قرلق وايي:څ«تراوسه کومه ځانګړې مشوره نه ده، خو تمه کېږي چې بحث او مشوره وشي.»

د ګلبدین حکمتیار د ټاکنیزې ډلې لومړی مرستیال فضل الهادي وزین هم زیاتوي:«له بده مرغه حکومت تراوسه د یوه سیاسي اجماع په جوړلو کې پاتې راغلی او یوازې هڅه کوي چې خپل ځينې مامورین د مرکچیانو په توګه مذاکراتو ته واستوي.»

په داسې حال کې چې د تېر حکومت ځینې سرچینې له طالبانو سره د مرکچي پلاوي پر حکومتي والي ټینګار کړی خو ارګ وايي د افغانانو ترمنځ خبرو مرکچي پلاوی به په بشپړه توګه حکومتي نه وي.

د عامه او ستراتيژيکو اړیکو په چارو کې د ولسمشر لوړپوړی سلاکار وحید عمر څرګنده کړه:«موږ پر دې ټینګار نه لرو چې پلاوی باید په بشپړه توګه حکومتي وي، زموږ ټینګار یوازې دا دی چې پلاوی باید معدود وي، دویم، اغېزناک وي، درې هغو ارزښتونو ته چې د افغانستان په اسلامي جهوري کې یې لرو ژمن وي.»

له بلخوا ځينې سیاستوالان خبرداری ورکوي که حکومتي مشران د افغانانو ترمنځ د مرکچي پلاوي د جوړولو لپاره ژر واحد تصمیم ونه نیسي رامنځته شوی فرصت به له لاسه ووځي.

پخوانی جهادي قوماندان محمد اسماعیل خان وايي:«که چېرې دغه شخړې ژر تر ژره ختمې نه کړي ډېر ښه طلاي فرصت به له لاسه ورکوو چې سبا دوی په وړاندې د پوښتنې لوری ګرځي.»

کابو یوه اوونۍ له طالبانو سره د افغان سیاستوالانو د خبرو پیلېدو ته پاتې ده، ولسمشرۍ ماڼۍ تر یوې اوونۍ د مرکچي پلاوي د جوړولو ډاډ ورکوي او وايي دا پلاوی به معدود خو اغېزناک وي او وروستۍ پرېکړه به هغه شورا کوي چې ټاکل شوې په کابل کې جوړه شي. 

اجراییه ریاست وايي چې عبدالله عبدالله او هغه ته نږدې څېرو، هغه کسان چې ټاکل شوې د افغانانو ترمنځ خبرو کې ګډون وکړي مشخص کړي دي.

شریک یي کړئ