له دې سره چې د میرزا اولنګ په دره کې له دغې غمیزې شپږ ورځې تېرېږي، خو په دغه درې کې د ترهګرو د ځپلو لپاره پوځي عملیات پیل شوي نه دي.
د طلوع نیوز خیریال شریف امیري چې دغې درې ته تللی، وايي کهڅه هم د میرزا اولنګ درې ته د ملي پوځ ځواکونه رسېدلي، خو تراوسه عملیات پیل شوي نه دي.
خو دغه تورونه د ملي پوځ د قومندان له خوا بې بنسټه بلل کېږي.
د ملي پوځ د درېیم کنډک قومندان نورالدین وویل:«طالبان د شپې د دغې درې تر شاه راځي، خپل موټر دلته دروي او وروسته د ونو له شاه ډزې کوي.»
شریف امیري وايي چې تراوسه هم د داعش او طالبانو څو پوستې په دې دره کې لیدل کېږي.
د ملي پوځ سرتېری محمد نعیم په دې اړه وايي:«تراوسه موږ ته هېڅ مرسته نه ده رسېدلې، موږ په لومړۍ کرښه کې یوو، د دغې برخې له پرځېدو تراوسه موږ ته هېڅ مرسته نه ده رسېدلې.»
له دې ټولو سره د سرپل والي محمد ظاهر وحدت په دغې دره کې د عملیات د پیل پر ځنډ نیوکه کوي.
ښاغلي وحدت څرګنده کړه:«کهچېرې زه د دغې جګړې د قومندان په حیث وی، په همغو لومړنیو شېبو کې چې ځواکونه رارسېدلي وو عملیات مې پیلول.»
د دغې درې ډېری بې ځایه شویو اوس جوماتونو ته پناه وړې او شپه ورځ په کې تېروي.
دوی وايي چې د دولت له مخالفو وسلهوالو سره د ولسي پاڅون کوونکو او سیمهيیزو پولیسو د پخوانیو دښمنیو قرباني شوي او د ملکي خلکو د ژغورنې لپاره د دغو ځواکونو پر ناغېړۍ سخته نیوکه کوي.
نورجهان چې په دغې پېښه کې د خپلې کورنۍ پنځه غړي له لاسه ورکړي دي وايي:«لومړی هغوی تېښته وکړه ورپسې موږ هم تېښته وکړه هغوی موږ یې په لاره کې دې حالت ته ورسولو، موږ یې ونیولو څه بد حالت یې پر موږ راوستو.»
د میزا اولنګ بله اوسېدونکې څرګنده وي:«د میرزا اولنګ خلک خاورې پر سر شول،د خلکو ټغر ورغونډ شو.»
حبیب الله په میرزا اولنګ دره کې د سیمهيیزو پولیسو قوماندان دی، نوموړی د خپلو ځواکونو په اړه دغه راز څرګندونې نه مني.
په نوموړې دره کې د سیمهيیزو پولیسو او ولسي پاڅون کوونکو شمېر کابو ۹۰ تنو ته رسېده.
په میرزا اولنګ کې د سیمهییزو پولیسو قومندان حبیب الله قاسمي وویل:«د دښمن یرغل ځواکمن وه د ولسي پاڅون کوونکو ډېری پوستې وپرځېدې،لاره کابو د تړل کېدو په حال کې وه.»
اوس د میرزا اولنګ د اوسېدونکو تر ټولو مهمه غوښتنه له ترهګرو څخه د دغې درې پاکول دي، دوی د چاڼيیزو عملیاتو پر ځنډېدو سخته نیوکه کوي.