Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'له لرې لارې د زده کړو پروګرامونو د بوختیا بڼه لرله'

د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونه وايي چې له لرې لارې ښوونیزو پروګرامونو چې د کرنټین په ورځو کې ترسره شول، یوازې د زده کوونکو او زده کړیالانو د بوخت ساتلو لپاره وو.

په هېواد کې ښوونیز مرکزونه له وري میاشت څخه تراوسه د کورونا ویروس د خپرېدو او ګرځبندیز له امله تړلي دي او ځينې دغه بنسټونه په دغې پېر کې له لرې لارې د ښوونې پېر امتحان کړ.

د لوړو زده کړو او پوهنې وزارتونه وایي چې د پوهنتونونو او ښوونځيو د پیلېدو طرحه له کابینې نه د ولسمشر د دویم مرستیال دفتر ته لېږل شوې ده؛ خو د تحصیلي او ښوونیزو بنسټونو د درسونو د پېلېدو وخت مشخض شوی نه دی.

دا دوې ادارې وایي چې محصلین او زده کوونکي له ازموینو مخکې اړتیا لري چې د لنډو زده کړو یوه دوره ترسره کړي.
 
د لوړو زده کړو وزارت سرپرست عبدالتواب بالاکرزی وايي:«تشدیدي سمسترونه لرو چې هغه د هغو تشو د ډکولو لپاره دي ځینو چې انټرنېټ نه درلود او یا د هرې بلې ستونزې له امله لاسرسۍ نه درلود د هغوی لپاره زموږ عادي پروګرام ۱۶ اوونۍ دي او شونې ده چې زموږ تشدیدي سمسترونه اته اوونۍ وي.»

د پوهنې وزارت وایي چې په طرحه کې ویل شوي چې ټولنیز علوم دې په خپله د زده کوونکو له لوري زده کړای شي؛ خو نور مضمونونه باید د ښوونکو له لوري تدریس کړای شي.

د پوهنې وزارت مالي او اداري مرستیال عبدالسبحان رووف وویل:«د پوهنې وزارت هم هغه طرحه چې چمتو کړې د هغه پربنسټ تسریعي پروګرامونه لري.»
 
له دې ټولو سره سره د نورستان د خلکو استازي وایي چې په نورستنان کې زده کوونکي او محصلین ان د دغه ولایت په مرکز کې انټرنټ، ټلوېزون او راډیو ته لاسرسی نه لري او ټول له آنلاین زده کړو لرې پاتې دي.
 
د نورستان د خلکو استازی اسماعیل اتیکان څرګندوي:«حتا د نورستان په مرکز کې له هغو پروګرامونو چې پوهنې وزارت تر لاس لاندې نیولي برخمن نه شول.»

دا وضعیت یوازې په نورستان کې نه دی؛ د هېواد په ډېریو نورو برخو کې هم انټرنېت، ټلوېزیون او راډیو ته د زده کوونکو او زده کړیالانو نه لاسرسي له لرې لارې د زده کړو پروګرامونو څخه ګټه اخیستل شوني نه وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه