Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له نیول شوي خبریال سره د ملي امنیت د بد چلند په هکله ادعا

په زابل کې د ملي امنیت له لوري نیول شوی خبریال محبوب حکيمي په یوه تازه ویډیو کې ادعا کړې چې د ملي امنیت له خوا په ګواښونو سره له نوموړي د اعتراف غوښتنه کړې ده.
 
ښاغلي حکیمي په دغه تازه وېډیو کې د ملي امنیت له لوري د ربړولو په هکله هم خبرې کړې دي.

محبوب حکیمي په دې تازه ویډیو کې ادعا کوي چې، د زابل د څارګرې ملي ادارې له لوري تر یوې اوونۍ ساتل کېدو وروسته، د دغه ولایت د استېناف څارنوالۍ ته سپارل شوی دی.
هغه ادعا کوي چې، د دغه ولایت څارګرې ملي ادارې له هغه په زوره اعتراف اخیستی او د یاد بنسټ په بند کې هم ربړول شوی دی.

ازاد خبریال محبوب حکیمي وویل:«زه د ملي امنیت له خوا په یوې داسې نظارت خونې کې بندي وم چې په هغه نظارت خونه کې د حیوان ژوند هم ناشونې ده. پر ما یې له ځينو ګواښونو له امله ومنله که زه یې ونه منم ما ته به مشکلات پېښ شي.»

له ازادو رسینو د ملاتړ بنسټ د محبوب حکیمي د ژر خوشې کېدو غوښتونکی دی او د هغه د شکنجه کېدو د ادعاو پر څېړنې ټینګار کوي.

د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ رییس مجیب خلوتګر څرګندوي:«هغه ادعا چې شوې چې ګواکې ښاغلی حکیمي په بند کې ربړول شوی، افغان حکومت په ځانګړې توګه ملي امنیت باید دا مسله په جدي توګه څرګنده کړه او موږ ته ځواب ووايي چې واقعاً څه شوي دي.»

څارګره ملي اداره د حکیمي د شکنجه کېدو په اړه ادعا ردوي او وايي چې، هغه د یاد ولایت د پوځي شورا د پرېکړې پر بنسټ نیول شوی دی.

د محبوب حکیمي کورنۍ وايي، د هغه پر وړاندې مطرح شوې ادعاوې ناسمې دي.

د محبوب حکیمي تره مطیع الله حکیمي وویل:«هېڅ وخت یې خبریالي نه ده پرېږې خبریال و، دغه کمنېټونه زه فکر نه کوم چې رېښتا وي.»

د محوب حکیمي ورور هدایت الله هم وايي:«حکیمي که چېرې زموږ په کور کې نه يي زموږ ۲۰ تنه د کور غړي نو دا ډول لمر ته دي.»

محبوب حکیمي د یوه فېسبوکي لیکنې په تور چې ولسمشر ته سپکاوی بلل شوی، نیول شوی؛ خو دی وايي چې په هغه وخت کې یې فېسبوک هک شوی و.

حکومت بیا ویلي چې محبوب حکیمي خبریال نه دی بلکې هغه د زابل د حج او اوقافو ریاست کارکوونکی دی او اړوند بنسټونه به پر هغه لګېدلي تورونه وڅېړي.

محبوب حکیمي په دې ویډیو کې چې تېره ورځ خپور شوی په خپل فیسبوک کې له خپاره شوي متنه بښنه غوښتې؛ خو په بند کې د هغه د ساتنې دوام د خبریالانو د اندېښنې لامل شوی دی.

شریک یي کړئ