Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له چاودېدونکو توکو څخه ډک ټانکر څه ډول د پلازمېنې زړه ته ورسېد

د تېرې ورځې (چهارشنبې د غبرګولي په ۱۰ مه) د کابل ښار په محافظت شوې سیمې د زنبق په څلور لاره کې مرګوني برید، اوس د هېوادوالو په ذهنونو کې ډېرې پوښتنې رامنځته کړي چې تر سختو امنیتي تدابیرو لاندې سیمه کې څه ډول شونې ده داسې یوه ستره پېښه رامنځته شي.

د طلوع نیوز خبریال کریم امیني په دغه رپوټ کې، د ښار شاوخوا د تلاشۍ پوستې او همدارنګه هغه لارې چې له چاودېدونکو توکو څخه ډک موټر د ښار تر زړه کچ کړي،انځور کړې دي.

دغه برید چې په پلازمېنه کې تر ټولو ستره چاودنه بلله کېږي، د لسمشرۍ ماڼۍ په څو سوه مټرۍ او له هغه څخه نېږدې د اجرائیه رییس دفتر ته‎څېرمه شوې ده.

د رپوټ پر بنست زنبق څلور لارې او د پېښې ځای ته د ورتلو لپاره ۲۵ تر ۳۰ اصلي او فرعي لارې شته او په هره لاره کې ۲ تر ۵ د تلاشۍ پوستې موجودې دي.

له دې امله سخت خوندي ځای او ديپلوماتیکې سیمې ته له چاودیدونکو توکو د ډک ټانکر رسېدل پوښتنې راولاړې کړې دي او همداراز دا کار له سختو نیوکو سره مخامخ شوی دی. 

د کورنیو چارو وزارت پخواني مرستیال میرزا محمد یارمند امنیتي چارواکي او د حکومت مشران د خلکو د مال او ځان د امنیت د تأمین په کار کې ناکامه بولي.

هغه په دې اړه زیاته کړه:«د کابل امنیت هغه امنیت دی چې د بشري قوا له خوا ترسره کېږي؛ موږ باید دغه امنیت بدل کړو،باید د ټکنالوژۍ په بڼه راشي، ټکنالوژي وړیتا،انساني ټکنالوژي وړتیاوې او د ټکنالوژۍ پیروۍ ته په ټول ښار کې اړتیا ده.»

د ولسي جرګې غړي اسدالله سعادتي هم په دې اړه وویل:«دا د امنیتي ځواکونو د کمزورتیا، ناتوانۍ په ټول کې زموږ د دولت د ناتواني ده.»

له بلخوا یو شمېر پخواني چارواکي په دې باور دي چې امنیتي ادارې په سر کې ملي امنیت شورا، د ملي امنیت عمومي ریاست، کشفي او استخباراتي ادارې او همداراز د کورنیو چارو وزارت د خلکو د امنیت په ساتلو او د ځانمرګو بریدونو په مخنیوي کې ناکام وو او د دغو ادارو د چارواکو لپاره تر ټولو ښه لار له خلکو د بښنې غوښتل او له خپلو دندو ګوښه کېدل دي.

پخواني پوځي عتیق الله امر خېل هم په اړه څرګنده کړه:«د حکومت مشران چې همدا کار وکړي؛ له خلکو بخښنه وغواړي او ووايي چې موږ یې نه‎شو کولای، دا هم غیرت دی، او هم دنده یې، هم همت او هم ښه لاره.»

له دې سره سره د کابل امنیه قوماندان دغه راز مرګوني بریدونه عادي بولي.

د کابل امنیه قومندان حسن شاه په ډاګه کړه:«داسې پېښې په ټوله نړۍ کې رامنځته کېږي؛یوازې په افغانستان کې نه. افغانستان هغه هېواد دی چې ۳۰ کاله د جګړې په حال دی،افغانستان له ترهګرۍ سره ښکېل دی. دا هغه پېښې دي چې شونې ده رامنځته شي، او دا هم نه شو ویلای چې دا وروستۍ پېښه وه او نورې پېښې نه رامنځته کېږي.»

دا برید دومره ورانونکی او مرګونی و چې کابل په وینو ولړل شو او نړۍ یې په وړاندې غبرګون وښوده.

په خوندي او محافظت شویو سیمو کې لکه د زنبق څلور لاره کې د لوړ تناژ موټرو تګ راتګ ممنوع دی، خو له چاودېدونکو توکو څخه ډک ټانکر څه ډول د تلاشۍ له ۵ ځایه تېر او د ولسمشرۍ ماڼۍ دروازې ته ورسېد؟

شریک یي کړئ