ډنمارک او ناورې له دغو هېوادونو څخه ایستل شویو ماشومانو او تنکیو ځوانانو ته په کابل کې یو مرکز جوړوي.
د ناورې او ډنمارک حکومتونو اعلان کړی چې په دغه مرکز کې به، هغه افغان ماشومان او تنکي ځوانان چې په دغو هېوادونو کې یې د پناه غوښتنه رد شوې او همدارنګه د کورنۍ غړي هم نهلري، و به ساتل شي.
د ناورې عدلیه وزارت وايي چې کهڅه هم په دې اړه تراوسه له افغان حکومت سره هوکړه نه ده شوې، خو د هغه په وینا، چې دواړو خواوو په دې اړه جوړونکې او ښې خبرې اترې لرلې.
د هغه په وینا، دا مرکز به خوندي وي، هغه ځای چې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د نړیوالو حقونو له رعایت سره به سم د ښوونې موکې برابرې شي.
خو له دې وړاندې، د اروپايي هېوادونو دا شان پرېکړې د پناهغوښتونکو د حقونو د دفاع کوونکو سازمانونو له توندو غبرګونو سره مخامخ شوي دي.