د ښځو چارو وزارت وايي چې په روان لمریز کال کې، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ۵۱ پېښې په دغه وزارت کې ثبت شوې دي.
د دغه وزارت د شمېرو پربنسټ، د هغه ۱۲ پېښې په فاریاب، ۱۰ ه بادغیس، اوه په سرپل او پنځه هم په بامیانو کې ثبت شوې دي.
د ښځو چارو وزارت د پالیسۍ او پلان مرستیاله سپوږمۍ وردګ نن (یکشنبې، د سلواغې په ۱۳مه) کابل کې یوې خبري ناسته کې وویل چې دغو پېښو کې، وژنه، جنسي تېری، ځان وژنه، زندۍ کول، او صحرايي محکمې شاملې دي او د هغوی بنسټيز عوامل ناوړه دودونه، بې وزلي، د مېرمنو زیاتوالی او د دین له پلوه د واده په اړه د هېوادوالو کم پوهاوی دی.
کابل کې د رسنۍ کارکوونکې مینې منګل ترور، سمنګانو کې پر قابلې ډله ییز جنسي تېری، د بادغیس په یوې مدرسه کې پر لس کلنې خاطرې جنسي تېری، فاریاب کې د لعل بي بي وهل ټکول او په بامیانو کې د حمیدې وهل ټکول د ښځو په وړاندې د ډاګیزه تاوتریخوالي نښې دي.
د ښځو چارو وزارت د مرستیالې په وینا، د لعل بي بي د وهل ټکولو پېښې څخه پرته د نورو ټولو عاملان نیول شوي او ترې پلټنو لاندې دي.
خو مېرمن وردګ د دغو کسانو د ازادېدو لپاره د ځینو زورواکو له هڅو اندېښمنه ده.
د ښځو چارو وزارت وایي چې په روان کال کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پېښو شمېر د تېر کال د ورته وخت په پرتله صفر اعشاریه یو سلنه زیات شوی دی.
که څه هم د ښځو چارو وزارت د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د پېښو ټولیز شمېر نه دی خپور کړی. خو د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون شمېرې ښيي چې د روان کال په اوو میاشتو کې په هېواد کې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي دوه زره او ۷۶۲ پېښې ثبت شوي دي چې د تېرکال د ورته وخت په پرتله اته سلنه زیاتوالی ښيي.