Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

له کرزي سره د خلیلزاد لیدنه؛ د سولې مذاکراتو په اړه د هغه خوشبیني

ولسمشرۍ مانۍ او د مخکني ولسمشر حامد کرزي دفتر، له طالبانو سره د سولې په اړه د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي د څرګندونو په اړه متفاوت لیدلوري وړاندې کړي دي.

تېره ورځ ولسمشرۍ ماڼۍ په یوې اعلامیه کې وویل چې خلیلزاد له ولسمشر غني سره په لیدنه کې ویلي چې له طالبانو سره په خبرو اترو کې «د پام وړ پرمختګ نه دی شوی» خو نن (یکشنبې د سلواغې په ۱۳مه) د مخکني ولسمشر حامد کرزي دفتر ویلي چې خلیلزاد له ښاغلي کرزي سره په لیدنه کې «د سولې خبرو اترو کې د پرمختګ په اړه هیله»څرګنده کړې ده.

د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد تېره ورځ کابل ته راغی.

هغه تېره ورځ له غرمې وروسته له ولسمشر غني سره ولیدل او نن له غرمې مخکې له حامد کرزي او ځینو نورو سیاستوالانو سره ولیدل.

ورته مهال پاکستان کې د افغانستان مخکني سفیر عمر زاخېلوال هم له زلمي خلیلزاد سره تر لیدنې وروسته په یوه ټویټ کې ویلي چې، له طالبانو سره په خبرو کې له هیله بښوونکو پرمختګونو اورېدلي دي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشرمانۍ او د امریکا متحده ایالات د «تاوتریخوالي پر کموالي» او اوربند په اړه هم واحد لیدلوری نه لري.

ولسمشر ماڼۍ د طالبانو له لوري د اوربند ټينګښت د سولې خبرو اترو شرط یاد کړی، خو امریکايي چارواکو ویلي چې د طالبانو له خوا حتا د تاوتریخوالي کمښت چې په پای کې په اوربند پای ته ورسېږي هم به د منلو وړ وي.

ښاغلي خلیلزاد له عبدالله عبدالله او همدارنګه ځينو نورو سیاستوالو سره په جلا توګه لیدلي دي.

اجراییه ریاست د اجراییه رییس او د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي سره په کتنه کې ویلي ښاغلي خلیلزاد په دې کتنه کې په افغانستان کې د سولې ټینګښت یې د امریکا له اصلي موخه یاده کړې او ټینګار یې کړی چې، واشنګټن له مشخص تعریف او میکانیزم سره د تاوتریخوالي د کمولو اصل ته چې امریکا، د افغانستان حکومت او خلکو ته د منلو وړ وي ژمن دی او هغه یې له طالبانو سره د سولې هوکړې د لاسلیک لپاره یو شرط هم ټاکلی او په دې برخه کې د طالبانو ځواب ته په تمه دی.

د اجراییه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم وايي:«د یوه ټول شموله مرکچي پلاوي په اړه د نظر ادلون بدلون او خبرې اترې وشوې.»

بلخوا د سولې عالي شورا مرستیال مولوي دین محمد هم وايي چې خلیلزاد له طالبانو سره د خبرو اترو په اړه هیله من دی:«خلیل زاد وویل چې زموږ مذاکرې ډېرې چټکې نه دي، کرارې دي؛ خو پایلې لري هغه څه چې تراوسه شوي، د هغه په اړه خوشبینه یوو.»

ازاد خبریال سمیع یوسفزی هم وايي:«د دغه بې اعتمادۍ د فضا سربېره دواړه لوري خپلو خبرو ته دوام ورکوي؛ خبرې خورا سستې روانې دي چې د هغه پایله هم همدا ډول ده.»

له دې سره سم، ګلبدین حکمتیار وايي چې، د سولې خبرې، د اشرف غني، عبدالله او حکمتیار ټاکنیزو ډلو او همداراز حامد کرزي پورې اړوند سیاسي بهیر له لوري پرمخ بیول کېږي.

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په دې اړه څرګنده کړه:«دا څلور ډلې دي چې باید سره کېنږي او د سولې په اړه یو څرګند دریځ وړاندې کړي - د ولسمشر په ګډون چې له دې کړۍ بهر نه دی.»

سرچینې وايي چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې خبرې اترې داسې حساس پړاو ته رسېدلي او لوري د یوې هوکړه لیک د لاسلیک لپاره سره سلامشورې کوي.

شریک یي کړئ