دغه مېرمن چې ۱۰۵ کاله عمر لري وايي چې له خطرناکو او غیر قانوني لارو څخه کرواسي ته رسېدلې او هغه ستونزې، خطر او لوږهیې چې په دغه سفر کې زغملې ده د ژوند په دغو تېرو سلو کلونو کې یې په سترګو نهدي لیدلي.
"بي بي حال ازبېکي" چې په دغه سفر کې یوازې نهده، له خپلې ۱۷ کسیزې کورنۍ سره هڅه کوي ترڅو ځان اروپا ته ورسوي؛ د بي بي حال زوی هم چې ۶۷ کاله عمر لري له هغې سره په دغه سفر کې ملتیا کوي.
دغه افغانه مېرمنه وايي چې د اروپا په لور د سفر لپارهيې خپل ټول شته له لاسه ورکړي دي.
بي بي حال څرګنده کړه: " زه در په دره او مهاجره شوم او په لاره کې څلور تر پنځو ورځو بیده وم".
هغې زیاته کړه: " زه له خدای غواړم چې وروسته له دې موږ ته ښې ورځې په برخه کړي".
د دغې زړې مېرمنې لمسی، محمد میرزايي وايي: " زه د افغانستان له کندز څخه یم. دا زما انا ده او ۱۰۵ کاله عمر لري، زما پلار چې د هغې زوی دی ۶۷ کلن دی او زموږ کورنۍ ۱۷ کسیزه ده".
دغه زړه مېرمنه دمګړۍ له خپلې کورنۍ سره په کرواسي کې په یوه کمپ کې شپې او ورځې تېروي.
پولیس او مرستندویه ډلې دغې ښځې ته د درناوي په موخه هغې ته ځانګړې پاملرنه لري او پولیس او ډاکتر ته د تلو پر مهال له هغې سره ملتیا کوي.
دغه زړه مېرمنه او کورنۍ یې یوازیني کسان نهدي چې د اروپا له ستونزمن او له درد او رنځ څخه ډک سفر څخه خبرې کوي؛ بلکې زرګونه تنه نورو کډوالو هم دغه ډول ستونزې تجربه کړي دي او آن لسګونه تنه موخې ته له رسېدو څخه وړاندې مړه شوي دي.
د بشپړ رپوټ د لیدو لپاره، دا ځای کېکاږئ:
په دې اړه مو اندونه