Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له کړکېچه د افغانستان ژغورنې لپاره د سیاسي څېرو هڅې

د ولسمشریزو ټاکنو د ځینو نوماندانو په ګډون یو شمېر سیاستوالان او مخکني ولسمشر حامد کرزي ته نږدې سیاسي څېرې او بهیرونه وايي چې له کړکېچه د افغانستان د ژغورنې لپاره پر طرحې کار پیل کړی دی.

دغو سیاستوالو نن (یکشنبې د لیندۍ په ۱۰مه) کابل کې «د سولې او هېواد کې د روان کړکېچ د حل لپاره د طرحې وړاندې کولو کنفرانس» کې دغه موضوع مطرح کړه.

د ولسمشرۍ ټاکنو نوماندان ګلبدین حکمتیار و احمدولي مسعود، د افغانستان د ملي پیوستون نهضت مشر، سید اسحاق ګیلاني، ګل‌رحمان قاضي، د سولې او د افغانستان ژغورنې شورا رییس، عبدالحکیم مجاهد او د طالب ډلې پخوانی غړی سیداکبر آغا هغه کسان وو چې په دغې غونډه کې حضور درلود.

دغو سیاستوالو د پنځلس ماده ييز پرېکړه لیک له صادرولو سره، استدلال وکړ چې د ولسمشرۍ ټاکنو ترسراوي دې ته زمینه برابره نه شوی کړی، چې د ټولو لپاره د منلو وړ حکومت رامنځته کړي، له همدې امله اړتیا ده چې «له کړکېچه د افغانستان د ژغورنې لپاره طرحه» جوړه شي.

په هېواد کې د جګړې پای، د بهرنیو ځواکونو مسوولانه وتل، د ملي وفاق رامنځته کېدل، د تېرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو ساتنه او د سولې په هوکړه کې د امریکا او نړۍوالې ټولنې تضمین د دغه پرېکړه لیک نورې برخې دي.
د افغانستان د سولې او ژغورنې شورا رییس ګل رحمان قاضي په دې اړه وویل:«افغانستان د یوه نه ګرځېدونکي کړکېچ په لور روان دی.»

په دې ناسته کې یو شمیر ویناوال د حکومت مشران د امنیت ټینګښت په برخه کې په ناکامۍ تورنوي.

د ولسمشرۍ ټاکنو نوماند احمدي ولي مسعود وايي:«که چېرې افغان مشران په خپل منځ کې تفاهم ونه کړي، یو ملي دولت رامنځته نه کړي، لږ تر لږه په خپل منځ کې سولې ته ونه رسېږي؛ شونې ده چې سبا د هېوادونو دغه سیاست بدلون وکړي وروسته موږ په میدان کې پاتېږو.»

په ورته وخت کې ګلبدین حکمتیار له هغه څه چې، د ټاکنو بهیر کړکېچن کېدل بولي، اندېښمن دی. او ټینګار کوي چې اړتیا ده یو لنډمهالی حکومت رامنځته شي - هغه کومت چې سرپرست یې د ولسمشرۍ له نوماندانو نه وي.

ښاغلي حکمتیار زیاته کړه:«موږ یوه لنډمهالي حکومت ته اړتیا لرو چې بې پرې وي او په ټاکنو کې نوماند نه وي او په ټاکنو کې په خپلو ټاکنیزو منډو ترړو کې استفاده ونه کړي»

خو د طالبانو یو شمېر مخکني غړي په دې ناسته کې د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو د بیا نه پیلیدو لامل، په افغانستان کې د اوربند پر څرنګوالي د نظر ېیلوالی بولي.

مخکنی طالب قومندان سید اکبر آغا وايي:«یوازې په خبرو به د افغانستان ستونزې حل نه شي؛ اړتیا ده چې موږ خلک، قومونه سره یوځای کړو.»

دا په داسې حال کې ده چې د ولسمشرۍ ټاکنو پایله - چې د روان لمریز کال د تلې په شپږمه نېټه ترسره شوې، لا هم اعلان شوې نه دي.

شریک یي کړئ