Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له ګوانتانامو زندانه د تره‎خیل د اتلس کلن بند کیسه

د حزب اسلامي قومندان، حمدالله تره خیل چې اتلس کاله یې د ګوانتانامو بند کې تېرې کړي، وايي چې د افغانستان جګړه د هیچا په ګټه نه ده او یوازې قربانیان یې افغانان دي.

هغه له بنده هم کیسې لری، تره خیل وايي چې په بند کې له تاوتریخوالي سره مخامخ او شکنجه شوی دی.

۵۴ کلن تره خېل اتلس کاله مخکې کابل کې د خپل کور له مخې ونیول شو او ګوانتانامو زندان ته ولېږدول شو. د هغه کورنۍ په بند کې د نومړي شکنجه کولو باندې نیوکې کوي.

هغه له طلوع نیوز سره په مرکه کې وویل:«سخته توګه یې څارلم، کله چې تشناب ته تلم، زه یې پر یوې څوکۍ کینولم؛ یوه به له ښي او بل به له کیڼ لاس نه نیولم، لاسونو کې به مې هم لاسبند وو. پر سر به مو هم کامرې وې.»

په داسې حال کې چې حمدالله تره خېل د حزب اسلامي یو مهم پوځي قوماندان و، خو اتلس کاله بند دې نظر ته رسولی چې جګړه د حل لاره نه ده او په افغانستان کې ستونزې باید د خبرو له لارې حل شي.

هغه زیاتوي:«اعلان دې وکړي چې د افغانانو ترمنځ ډز بند دی او جګړه دې امریکا کې پیل شي. د افغانستان حکومت دې اوايي چې زه نور له امریکا دفاع نه کوم.‎»

احمد اله چې د ښاغلي تره خېل کشر زوی دی، د امریکايي ځواکونو لخوا د هغه دنیولو پرمهال پنځه کلن و او د پلار خوشي کیدل یې لویه هیله وه، هغه وايي:«د پلار د نیولو شپه مې په یاد ده. کله چې د شپې راغلل او زما پلار یې بوتلو، ما په خپلو سترګو ولید.‎»

د حمد اله تره خیل له خوشي کیدو یوه اوونۍ تیریږي، خو تراوسه هم د نوموړي خپلوان ډلې ډلې د هغه لیدلو ته ورځي.

حمد اله تره خیل اتلس کاله مخکې د انتقالي حکومت په لومړیو کې د کابل له قرغې سیمې له ترهګرو سره د اړیکو په تور د امریکايي ځواکونو په عملیاتو کې ونیول او ګوانتانامو زندان ته ولیږدول شو، د امریکايي ځواکونو په هغو عملیاتو کې د ښاغلي تره خیل یو زوی هم ټپي شوی و.

حمدالله تره خیل اوس ۵۴ کلن دی او اتلس کاله یې په ګوانتانامو زندان کې تېر کړي دي

شریک یي کړئ