د لوګر ولایت سیمهییز چارواکي نن(سېشنبې د زمري۱۶مه) وايي چې د افغان ځواکونو او طالب وسلهوالو ترمنځ سختې نښتې د د دې ولایت په ازرې ولسوالۍ کې روانې دي.
د ولایتي شورا غړي خبرداری ورکوی چې د ازرې ولسوالۍ د نسکورېدو له نښتو سره مخامخ ده.
د لوګر ولایتي شورا مرستیال، عبدالولي وکیل څرګندوي چې تېره شپه طالبانو په یادې ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پرپوستو بریدونه پیل کړل.
هغه په دې ولسوالۍ کې د لسو افغان سرتېرو د ژوند له لاسه ورکولو خبر ورکوي.
ښاغلی وکیل زیاتوي چې که د ازرې ولسوالۍ ته مرستندویه ځواکونه ونه رسیږي، نو ښایې دا ولسوالي نسکوره شي.
په همدې حال کې د دې ولسوالۍ اوسېدونکي څرګندوي چې د بهرنیو ځواکونو د الوتکو بمباریو له امله چې د افغان ځواکونو پر پوستو شوې، اوو سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی او دوه تنه نور ټپيان دي.
دا ادعاوې سیمه ییزو چارواکو نه دي تائيد کړي.