Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

لوګر کې د ماشومانو جنسي استفادې د تورونو په اړه څېړونې دوام لري

د پوهنې وزارت وايي چې په لوګر کې د ماشومانو او تنکیو ځوانانو د جنسي استفادې د ادعاګانو په اړه د دغه وزارت څېړنې ډېر ژر پای ته رسېدونکې دي او د دغې څېړنې موندنې به له ټولو سره شریکې شي. 

د روان کال د لړم میاشتې پر ۲۳مه د لوګر یوه مدني بنست په یوه راپور کې په دغه ولایت کې پر ماشومانو د ۵۵۰ جنسي تېریو په اړه له ثبت شویو ادعاو پرده پورته کړې وه. 

دغه راپور له زیاتو غبرګونونو سره هم مخ شوی دی. 

د دغو ادعاګانو په اړه د راپورونو له خپرېدو شاوخوا لس ورځې وروسته، د پوهنې وزارت وايي لوګر ته د دغه وزارت د استول شوي پلاوي څېړنې مخ په وروستي کېدو دي.

د پوهنې وزارت ویانده نوریه نزهت په دې اړه وايي:«زموږ د پلاوي څېړنې د بشپړېدو په حال کې دي. انشاالله چې ډېر ژر به د پوهنې وزارت پلاوي پایلې د رسنیو له لارې د افغانستان له خلکو سره شریکې شي.»

د پوهنې وزارت سربېره، ولسي جرګې او د لوګر سیمه ییزې ادارې هم د یادو ادعاوو د څېړنې په موخه خپل خپل پلاوي ګومارلي دي.

خو تراوسه مالومه نه ده چې د ولسي جرګې او د لوګر سیمه ییزې ادارې د پلاوو کار چېرته رسېدلی دی.

مشرانو جرګه کې د لوګر استازی اکبر ستانکزی څرګندوي:«د ولسي جرګې د استازو د پلاوي ترڅنګ، د پوهنې وزارت پلاوی هم لوګر ته تللی، پلاوی ګډ و، خو سیمه ییزې ادارې هم یو پلاوی ګومارلی دی؛ خو مشرانو جرګې له دې امله چې پوهېده چې دا موضوع واقعیت نه‎لري پلاوی نه دی استولی.»

له دې سره سم، د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د دغو راپورونو پر لا څېړنې او مستندولو ټینګار کوي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون رییسه شهرزاد اکبر وايي:«د دغې پېښې مستندول باید خطر رامنځته نه کړي، د بشري حقونو فعالانو او هغو کسانو ته چې په دې لړ کې کار کوي. موږ یې تعقیبوو که‎چېرې په دې برخه کې ژموږ مسندول له ورته پایلې سره پای شوه، باید له عدلي او قضايي بنسټونو سره تعقیب شي.»

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د زده کوونکو د جنسي استفادې او د دغه بد چلند قربانیانو په اړه د رپوټ چمتو کوونکو د خوندیتابه لپاره د پاملرنې غوښتنه وکړه.

شریک یي کړئ