Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

لوګر کې د یوه توغندي د لګېدو په پایله کې څلور ماشومان وژل شوي

د لوګر ځينې اوسېدونکي ادعا کوي چې نن سې شنبې د دغه ولایت د برکي برک ولسوالۍ د ده شیخ په کلي کې د یوه توغندي د لګېدو په پایله کې ۴ ماشومان وژل شوي دي.

په لوګر کې د ملي پوځ یو قومندان برید جنرال عبدالمتین حسن خېل وايي چې شونې ده دا برید د بهرنیو ځواکونو له خوا شوي وي.

د هغه په وینا، بهرني ځواکونه د ده شیخ کلي ته نږدې یوه اډه لري.

پرېکنده ملاتړ ماموریت په یوې خبرپاڼه کې وايي چې هغوی په لوګر کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې د اعاګانو په اړه خبر دي او د وضعیت پر پوهېدو او د ډېرو جزییاتو د ترلاسه کولو لپاره، له خپلو ځايي همکارانو سره کار کوي. 

د برکي برک ولسوالۍ اوسېدونکی محمد هاشم وايي:«نن دا پېښه وشوه، بله ورځ بله کېږي... د دې مخه باید ونیول شي.»

د لوګر بل اوسېدونکی څرګندوي:«برید د کمپاین (د بهرنیو ځواکونو اډې) له خوا ترسره شوی. دلته طالبان نشته او امنیتي ځواکونه پوسته لري.»

شریک یي کړئ