د ۲۰۳ تندر قول اردو خبرپاڼه کې نن(دوشنبې د زمري په ۶مه نېټه) ویلي دي چې شپږ طالب وسله وال لوګر کې د افغان ځواکونو پر پوستو د برید پرمهال وژل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې نښته کې ۸ طالب وسله وال ټپیان شوي هم دي.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې نښته تېره ورځ هغه پیل شوې چې طالبانو د پل علم اړوند په "دادوخېل" او د محمد اغې ولسوالۍ لشکریخیل سیمه کې پر پوستو بریدونه وکړل.
تندر قول اردو وايي چې افغان ځواکونه د طالبانو له بریده خبر وو او یاده ډله له سخت ځواب سره مخامخ شوه.
د یادې قول اردو خبرپاڼه کې ویل شوي چې نښته کې افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.