Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

لویه جرګه کې له معترضانو سره د تاوتریخجن چلند څېړنو لپاره غوښتنې

د سولې مشورتي لویې جرګې ځينې کډونوال چې له هغوی سره تاوتریخجن چلند شوی دی وايي چې دغو پېښو ته باید رسېدنه وشي.

دغه معترضان، د سولې مشورتي جرګې جوړونکي د اعتراضي غږونو پر ځپلو تورن وي.

د ولسي جرګې غړې بلقیس روشن چې پرون د سولې په مشورتي لویه جرګه کې د ولسمشر د وینا پر وړاندې له اعتراض وروسته له تاوتریخجن چلند سره مخ شوه؛ ادعا کوي چې دا چلند پلان شوی و.

بلقیس روشن ادعا کوي چې هغه مېرمن چې پر دې یې برید وکړ د سولې په چارو کې د دولت وزارت کارکوونکې شکیبا صافۍ ده.

 هغه زیاتوي:«د سولې چارو وزارت د څلور بست دغه کارکوونکې د مشعل په نامه ده یا شکیبا.»

تېره ورځ کله چې ولسمشر غني د مشورتي لویې جرګې په پیل کې وینا کوله، مېرمن روشن پر خپل ځای ودرېده او د یوې لوحې په پورته کولو سره چې پرې لیکلي و«طالبانو ته باج مه ورکوئ.» د ولسمشر پر وینا یې اعتراض وکړ. خو له توتریخجن چلند سره مخ شوه.

د دې ترڅنګ د مدني ټولنې د فعال غورځنګ سیال هغه عکسونه هم خپاره شوي دي چې د دې جرګې د جوړېدو پر وړاندې له اعتراض وروسته له تالار نه ایستل کېږي.

د سولې د مشورتي لویې جرګې غړی غورځنګ سیال وايي:«هغو کسانو چې له ما سره له سپکاوي ډک چلند وکړ، لومړی مې فکر وکړ چې د جرګې غړي دي، ځکه چې شخصي جامې یې وې، خو کله چې بیرون ووتل او له «پي پي اس» سره یې خبرې وکړې. له خبرو یې پوه شوم چې له امینت سره کار کوي.»

دوی د سولې د مشورتي جرګې چلند حکومتي بولي او وایي چې د دې جرګې جوړېدل د خلکو سترګو ته د خاورورشېندل بولي.

بل خوا نن هم د سولې د مشورتي لویې جرګې غړو د خپلو کاري کمېټو رپوټونه وړاندې کول چې ځينو اعتراض کوونکو غونډه ګډو وډه کړه.

د لویې جرګې غړې اصیلا وردګ وايي:«زما خبرې لا خلاصې نه وې چې ځينو وروڼو د خیمې له خوا د دریځ په لور یرغل وکړ او غوښتل یې ما ووهي.» 

بلخوا د یوې شپې او ورځې له تېرېدو وروسته لا هم د سولې د مشورتي جرګې د جوړېدو کمېسیون ادعا کوي چې نه دي توانېدلي د هغو کسانو هویت معلوم کړي چې د دې جرګې له غړو سره یې ناسم چلند کړی دی.

د سولې د مشورتي لویې جرګې رییس عبدالله عبدالله وویل:«د یوه کس وهل ټکول - که هغه ښځه وي او ه سړی، که د پارلمان غړی وي او د دغه هېواد بزګر یا د دغه هېواد د یوه معلول کورنۍ - په هېڅ ډول تر هېڅ موازینو لاندې د منلو وړ نه دي.»

د سولې د مشورتي لویې جرګې ویاند علي کاظمي هم وايي:«د جرګې دارالانشا دنده لري چې دغه کسان پيدا کړي.»

د سولې په چارو کې د دولت وزارت د بلقیس روشن د دغو ادعاوو په تړاو څه نه وایي.

د ولسمشر غني په غونډو کې له ګډونوالو سره تاوتریخجن چلند بې مخینې نه دی، تر دې وړاندې هم د هرات یو اوسېدونکی رییس ځاځی تر هغه وروسته د ولسمشر غني د ساتونکو له لوري وډبول شو چې ښاغلي غني په یوې غونډه کې وینا کوله او هغه غوښتل په پکتیا کې د خپلې ځمکې د غصب کېدو په تړاو ولسمشر ته یوه عریضه ورکړي.

دغه معترضان د سولې د مشورتي جرګې چلند حکومتي بولي او وایي چې د دې جرګې جوړېدل د خلکو سترګو ته د خاورورشېندل بولي.

شریک یي کړئ