Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

لویه څارنوالۍ:د عبدالغفار داوي محاکمه به ډېر ژر ترسره شي

د لویې څارنوالۍ ویاند طلوع نیوز ته وايي  چې له درنو جرمونو سره د عدلي او قضايي مرکز څارنوالۍ د د عبدالغفار داوي په اړه د تورونو د څېړنو پایلې یې محکمې ته استولي او د عبدالغفار داوي محاکمه به ډېر ژر ترسره شي.

د ایل ګروپ شرکت مسؤول او د کابل بانک پخوانی ونډه لرونکی عبدالغفار داوي کابو یوه میاشت وړاندې له اداري فساد سره د مبارزې د عدلي او قضايي مرکز له خوا ونیول شو او اوس د کابل د څرخي پله په زندان کې بندی دی.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشید رسولي وویل:«دوسیه یې وڅېړل شوه ځکه چې دغه دوسیه بېلابېل اړخونه یې لرل د یوې برخې څېړنه یې بشپړه شوې او د عدلي او قضايي مرکز د څارنوالۍ له خوا اړوندې محکمې ته استول شوې او د محاکمې د ترسره کړېدو په تمه یوو.»

په لویه څارنوالۍ کې د ځینو سرچینو په وینا عبدالغفار داوي له دولتي کارکوونکو سره د هوکړې، د عامه شتمنیو د حیف او میل، د محکمو له حکمونو د سرغړونې، په تړونونو کې د دوکې ورکولو، د مالیې او د کابل د هوايي ډګر د پيسو د نه ورکولو له امله له پلټنو سره مخامخ شو او اوس پر نوموړي د تورونو په اړه ډېرې څېړنې پای ته رسېدلې دي.

له بلخوا له اداري فساد سره د مبارزې عالي اداره وايي چې د دغې ادارې د سندونو له مخې ښاغلی داوي یوازې د کابل د هوايي ډګر د سونګ توکو له تړونونو ۶۷ مېلیونه افغانۍ پوروړی دی.

له داري فساد سره د مبارزې ادارې رییس سید حسین فخري وايي:«زموږ اداره او خلک تمه لري د کابل بانک د مېلیونونو قرضو په اړه او همدارنګه د هوايي ډګر د نفتي معاملو په تړونونو کې د څه باندې ۶۷ مېلیون افغانیو باقي دارۍ په اړه څه اجراات کېږي.»

خو د سیاسي مسلو یو شمېر کارپوهان د عدلي او قضايي ادارو لخوا ښاغلي داوي ته د سزا په ورکولو باور نه‎لري.

د افغانستان د ملي پیوستون او نهضت ګوند رییس سید اسحاق ګیلاني څرګنده کړه:«د ښاغلي داوي په څېر په زرګونه تنه نور دي چې زورواکي دي او د حکومت زور په هغوی نه‎رسېږي.زه یقین لرم چې څارنوالۍ کوښش کوي چې ښه څېړنه وکړي،خو په هېواد کې مصلحتونه دي چې ډېری کسان به ازاد شي او پر هېچا به قضايي حکم عملي نه‎شي.»

د ولسي جرګې یو شمېر غړي ټینګار کوي چې د دغې دوسیې په څېړلو کې باید سلیقه‎يي چلند ونه‎شي.

شریک یي کړئ